د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق او سوریه د څه دپاسه زرو ملکي وگړو په وژنه د ایتلافي قواو اعتراف


د امریکا په مشرۍ ائتلاف تائید کړې چې د داعش پر ضد د نړیوال ایتلاف په هوایي بریدونو کې په عراق او سوریه کې ١.٥٩ ملکیان وژل شویدي.

دغه ایتلاف چې د اسلامي دولت د ډلې د خلافت پر ضد جکړه کوي ویلي دي چې د دوی جنگي جت الوتکو د ٢٠١۴ کال د اگست څخه تر ٢٠١٨ کال د جون د میاشتې پورې ۲۹ زره او ۸۲۶ حملې کړې دي او زیاته کړې یې ده چې دې ایتلاف د جگړې د قوانینو په پام کې نیولو سره د ملکي تلفاتو د "مخنیوي لپاره لازم اقدامات" کړي دي.

د امریکا په مشرۍ ایتلاف په اعلامیه کې راغلي دي چې "د هوایي او ځمکنیو بریدونو په ترڅ کې مونږ ټاکلي اهداف په نښه کړي چې د عملیاتو تاثیر پر ملکي وگړو او زیربناو باندې خورا راکم شي "خو له بده مرغه د ملکي وگړو غیر عمدي مرگ ژوبله رامنځ ته شوې ده".

دغه ایتلاف وروسته له هغې په عراق او سوریې کې د ملکي وگړو وژل کیدل تائید کړل چې د بشري حقونو مدافع سازمانونو د ایتلافي قواو نه وغوښتل چې د ملکي وگړو د تلفاتو په اړه نوې شمیرې خپرې کړي.

د بشري حقونو سازمانونو په وار وار په عراق او سوریې کې د امریکا پر مشرۍ ایتلاف د داعش په وړاندې د څو کلنې جگړې په ترڅ کې "د ملکي مرگ ژوبلې په شمیرو باندې د پام وړ سترگو پټونې" تورن کړی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان تیره اونۍ د سوریې په رقه کې د ملکي مرگ ژوبلې په هکله یوه اعلامیه خپره کړه چې په کې یې ویلي چې په سیمه کې د عیني شاهدانو څخه د مرگ ژوبلې ترلاسه شوي شمیرې د هغو "ټیټو وړاندې شویو شمیرو" سره توپیر لري چې ایتلاف خپرې کړې دي.

د بخښنې د نړیوال سازمان یوې لوړپوړې مشاورې دوناتیلا روورا، ویلي دي چې د عراق او سوریې په جگړو کې ملکي مرگ ژوبله ښیي چې د اتیلافي قواو مشران د هغو ملکي وگړو د ساتنې په اړه څومره بې خبره دي چې په شخړو کې گیر پاته دي.

میرمن روورا، ویلي دي چې په عراق او سوریې کې د ایتلافي قواو تیروتنې په ځانگړې توگه په رقه او موصل ښارونو کې ددې سبب شوي چې د ایتلاف په هوایي بریدونو کې "ملکي وگړي یو ځل بیا وځپل شي".

پدې ترڅ کې د Airwarsپه نامه په بریتانیا کې میشتې بشري ډله اټکل کوي چې په عراق او سوریه کې په هوایي بریدونو کې د ۶۴۸۸ څخه تر ۹۹۴۷ کسانو پورې ملکي وگړي وژل شوي دي. خو ایتلافي قواو ددغه سازمان موندنې رد کړې دي.

XS
SM
MD
LG