د لاس رسي وړ اتصالات

د څرخي پله زندان یو شمېر زندانیانو د غذايي اعتصاب ماتولو هڅې


عکس ( ارشیف)
عکس ( ارشیف)

د افغانستان د زندانونو د چارو تنظیم اداره وايي، د تېرو درې ورځو راپدېخوا د څرخي پله یو شمېر زندانیانو غذايي اعتصاب پیل کړی دی.

یادې ادارې نن یکشنبه اکتوبر ۴ (تلې۱۳) ویلي چې دغه زندانیان د عمومي بخښي، ازادولو، بې قید او شرطه د ولسمشر غني د فرمانونو د عملي کولو غوښتنه کوي.

تر دې مخکې ولسمشر غني د اختر په مناسبت او مشورتي لویې جرګې کې د وینا پر مهال د نظامي او مخدره موادو په تور نیول شوو او د ډېر عمر لرونکو زندانیانو د ازادولو او د قید مودې د تخفیف په اړه فرمانونه ورکړي دي.

د زندانیانو د چارو تنظیم ادارې په اعلامیه کې ویل شوي چې دوی د دغه زندانیانو د خلاصولو صلاحیت نه لري او زیاتوي چې یاده موضوع عدلي او قضايي ارګانونو ته متوجه کیږي.

سرچینه زیاتوي چې د یادو زندانیانو د اعتصاب موضوع یې له ولسمشرۍ ماڼۍ او دوهم معاونیت سره شریکه کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي: "کېدایشي د افغانستان عدلي او قضايي کمېټه سبا د ولسمشرۍ ماڼۍ له دوهم معاون سره په دې اړه ځانګړې ناسته وکړي، په دغه ناسته کې به د دغو زندانیانو د اعتصاب او غوښتونو په اړه خبرې وشي او تر څېړلو وروسته به پرېکړه وشي."

دوی وايي، څو ځله یې په څرخي پله زندان کې له یادو زندانیانو سره لیدلي او له هغوی څخه د غذايي اعتصاب ماتولو غوښتنه کړې، خو وايي بریالي شوي نه دي.

بلخوا د کرونا ویروس له پراخېدو سره د زندانونو د چارو تنظیم ادارې په وینا له بندیانو سره د هغوی د کورنیو د دوستانو د ملاقات مخه نیول شوې وه چې په وینا یې کېدایشي د یو خاص طرالعمل له مخې بیرته پيل شي.

د څرخي پله په زندان کې د سیاسي بندیانو سر بیره ګڼ جنايي، د مخدره موادو د قاچاق په تور نیول شوي زندانیان هم بندیان دي.

XS
SM
MD
LG