د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په یو شمیر زندانونو کې اعتصابونه روان دي


جمهور رئیس معمولا هر کال د کوچني او لوی اخترونو په مناسبت د هغو بندیانو د بخښنې فرمانونه صادروي چې جرمونه یې کم وي او یا یې د بند موده لږه پاتې وي.

له خوست نه زمونږ خبریال په خپل رپوټ کی وايي چې د خوست په زندان کې بندیانو د نه خوړلو اعتصاب پیل کړی دی.

د جوزجان په عمومي زندان کې هم بندیانو د نه خوړولو اعتصاب کړی دی. او په هلمند، بادغیس او ننګرهار کې له پرون راهیسې د بندیانو اعِصاب روان دی.

د خوست د مرکزي زندان امنيتي چارواکي وايي، چې له پرون ماسپښين راهيسې د دغه محبس ټولو زندانيانو له دې امله د نه خوړولو اعتصاب پيل کړی، چې، د هغوی په وینا، خپل حقوق نه ورکول کېږي.

د دغه زندان امنيتي مرستيال سمونمل فيض محمد امريکاغږ ته وويل، چې د لوږې د دغه اعتصاب په ترڅ کې نن تر دوولسو بجو پورې تر څلوېښتو زياتو کسانو خپلې خولې وګنډلې او ځينې نور زندانيان هم لګيا دي، خپلې خولې ګنډي.

سمونمل فيض محمد زياته کړه، چې د زندانيانو اساسي غوښتنې دا دي، چې نوی حکومت دې د افغانستان په ټولو زندانونو کې بنديانو ته عمومي عفوه اعلان کړي او يا دې خپلو محاکمو ته حکم ورکړي، چې دوسيې يې پرته له کوم ځنډ څخه ژر وڅېړي.

عبدالقادر د غزني ولايت اوسېدونکی او يو تن سياسي بندي دی. هغه امريکاغږ ته وويل چې اکثره بنديان له کلونو راهيسې پرته له دې، چې دوسيې يې وڅېړل شي او يا د بښنې د فرمان له مخې خوشي شي، د زندان د پنجرو شا ته شپې او ورځې تېروي.

هغه وويل، چې په عدلي او قضايي ارګانونو کې پراخ اداري فساد د دې لامل شوی، چې زياتره بنديان بې سرنوشته په زندان کې پراته دي، چې نه يې دوسيې څېړل کېږي او نه نور حقوق ورکول کېږي.

د هلمند په مرکزي زندان کې د اعتصاب کوونکو زندانیانو شمېر تر ۱۲ سوه تنو هم اوښتی.

د دوی ټولو غوښتنه یوه ده: پر خپلو دوسیو له سره غور او له نوي افغان ولسمشر څخه د عفوي غوښتنه .

د غه زندانیانو چي اکثریت يې سیاسي دي، له ۱۰ کالو څخه بیا تر ۱۶ کالو پورې په بند محکوم شوي چې د قید ۴ یا ۵ کاله يې تېر شوي.

د یاد زندان امر سمونوال اول خان صافی وايي چې د زندانیانو اعتصاب سولیز دی او له تېرې ورځې راهیسې يې د نه خوړولو اعتصاب پیل کړی .

پر همدې مهال د هلمند قضايي چارواکې وايي چي د زندانیانو غوښتنه له قانون څخه وتلې ده او غواړي چې نوی منتخب ولسمشر برئت ورکړي .

د هلمند د استناف محکمې رئیس قضاوتمند دل آقا همت امریکا غږ ته وويل چي دوی ته رسېدلي معلومات ښيي چې زندانیانو د کوټې له شورا څخه داسي پېغام تر لاسه کړی چي پر یوه وخت د افغانستان په زیاترو زندانونو کې په اعتصاب لاس پورې کړي.

دی زیاتوي چي تېره ورځ د هلمند له نورو مسئولینو سره یو ځای دغه زندان ته ورغلی او له زندانیانو سره يې له نږدې خبرې کړې دي.

په باد غیس ولایت کې هم نږدې ۲ سوه تنو سیاسي زندانیانو له تیري ورځي راهیسي په اعتصاب لاس پورې کړی

دوی د زندان د چارواکو ناسم سلوک، د عدلي او قضايي ادارو له لوري يې دوسیوته پر وخت نه رسیدل، خپلې عمده ستونزې یادې کړې.

د دوی غوښتنه هم له نوي افغان ولسمشر څخه همدا ده چي عفوه دې ورته وکړي.

د بادغیس ولایتي ویاند میرویس میرزکوال امریکا غږ ته وويل چي د زندانیانو غوښتنې ځايي مقاماتو تر لاسه کړي او له مرکزي حکومت سره يې شریکې کړې.

تر اوسه دغه راز اعتصابونه په ننگرهار، خوست، بادغیس، هلمند، جوزجان او غزني کې ترسره شوي دي.

که څه هم د نوي منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزي د کار رسمي پیل د وفادارۍ تر لوړي وروسته پيليږي، خو هغه د خپلو ټاکنیزو مبارزو پر مهال په ولایتي سفرونو کې ژمنه کړې وه چي په زندان کې د بېګناه بندیانو دوسيې به بې له ځنډه وگوري.

XS
SM
MD
LG