د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د توپانونو خبرداری ورکړل شوی


په امریکا کې د توپانونو خبرداری ورکړل شوی
په امریکا کې د توپانونو خبرداری ورکړل شوی

د نیویارک د ښار د پاره د سمندری طوفان د رارسیدو خبر داری ورکړه شویدی او جمهوررئیس براک اوباما دغه طوفان چی د متحده ایالاتو شمال ختیځو سیمو ته راروان دی ډیر خطرناک بللی دی چي ډیر زیات تاوانونه به ورسوي.

د هواپیژندنې د چارو ماهران وایي چي فکر کیږی دغه طوفان به نن د شنبې په ورځ د امریکا په مِتحده ایالاتو کي ډیر سیلاونه راولي، بریښنا به قطع کړي او په ملیارډونو ډالره تاوانونه به ورسوي.

ددې سمندري طوفان چي ( آیرین ) بلل سوی په لاره کي تخمین ٦٥ ملیون خلک اوسیږي چي په هغوي کی زیاتره یې د خپلو کورونو او ځایونو نه وتلي دي.

د نیویارک ښاروال ( مایکل بلوم بیرگ ) امر کړی چي ددې ښار خلک دي په حتمي توگه خپل کورونه پریږدي چي داسی امر د اول ځل د پاره ددې ښار خلکو ته ورکول کیږي. تقریبا ٢٥٠ زره خلکو ته چي ددې ښار په ټیټو سیمو کي اوسیږي ویل شوي دي چي د خپلو هستوگنځیو نه ووځي چي په دې کی د وال سټریټ د مالي چارو سیمه هم شامله ده. او له بلي خوا د نیویارک د ښار د ټرانزیټ ټول عام سیسټم به هم د شنبې په ورځ وتړل سي چي په کي ښاري اورگاډي او بسونه هم شامل دي.

ښاغلي اوباما پرون وویل چي ټولي اشارې دا رسوی چي د ( آیرین ) دغه سمندري طوفان یو تاریخي طوفان دی.

د امریکا د اوو ختیځو ایالتونو چي ددې طوفان په لاره کي واقع دي، گورنرانو په خپلو ایالتونو کي اضطراري حالت اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG