د لاس رسي وړ اتصالات

په ټویټر کې د پاکستان او چین د ډپلوماتانو لانجه


په اسلام اباد کې د چین یو ډپلومات لیجیان ژاو په امریکا کې د پاکستان د یو پخواني سفیر حسین حقاني سره په ټویټر لانجه کړیده

دغه لانجه د هغې نه وروسته پیل شوه چې په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني د سنډې ټایمز یوه مقاله ټویټ کړه چې پکې لیکل شوي د چین حکومت په دغه ملک کې د یغور مسلمانانو نه غواړي چې د خنزیر غوښه دې خوري.

په اسلام اباد کې د چین سفیر لیجیان ژاو د حسین حقاني دغه ټویټ شریک کړ او ورسره یې ولیکل "د نن ټوکه، یو کس چې تابعیت او روح نلري، د چین ضد بی اساسه تورونه لگوي. د شرم وړ خبره ده"

د چین د سفیر دغه تور ته نه یواځې حسین حقاني پخپله خو په پاکستان کې گڼ شمیر کسانو ځواب ورکړ.

حسین حقاني هغه ته په ځواب کې د یوې بلې خبرپاڼې مقاله شریکه کړه چې په هغې کې هم په چین کې د مسلمانانو سره په زور زیاتي او تشدد رپورټ خپاره شوي.

د حسین حقاني دغه ټویټ ته ښاغلي لیجان ژاو سخت ځواب ورکړ. هغه په حسین حقاني تور ولگاوه چې د دی کار لپاره پیسې اخلي خو دقیقا یې ونه لیکل چې د چا نه پیسې اخلي. هغه لیکي

"دوي تا ته څومره پیسې دروکوي. ته همداسې دروغ وای او په چین تورونه لگوی. ما د پخواني سفیر په توگه ستا دزناوې کاوه خو نور یې نه کوم."

د یادونې وړ ده چې د پاکستان پخوانې سفیر چې دا اوس وخت په امریکا کې ژوند کوي، د تیرو څو کلونو راهیسې پاکستان ته نه دی تللې. په پاکستان کې په هغه د ملک سره د "غدارۍ" تورونه دي. د پاکستان سترې محکمې څو وارې هغه محکمې ته رابللې دی خو حقاني د بیرته تگ نه انکار کړیدی.

د چین د دپلومات حسین حقاني ته د تابعیت د نه د لرلو پېغور ته د پاکستان ځینو مشهورو کسانو چې پکې د سیاسي چارو کارپوهان او ژونالسټان شامل دي، ځواب ورکړ.

د سیاسي چارو کارپوه ماروي سرمد ولیکل

"هغه د پاکستان تبع دی، چې یو خپلواکه ملک دی. کوم ډول ډپلومات د کوربه ملک د تبع خلاف داسي وینا کوي. هغه نیوکو ته، د یو ملک اتباعو د سپکاوې پرته، ځواب ووایه چې ستا د ملک په پالیسیو باندې کیږي."

ماروي سرمد هغه ته دا هم ولیکل چې پاکستان یو داسې ملک دې چې خلک پکې مختلف سوچ فکر لري.

همدغه ډول د بشري حقونو فعاله فرحین رضوي ښاغلي ژاو ته ځواب کې لیکي چې د حسین حقاني سره د بحث پرځاې چین ته پکار ده چې د ټولو هغو نړیوالو رسنیو په ضد قانوني اقدام وکړي چې دغه رپورټونه یې خپاره کړیدی.


  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG