د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان یو پخوانی جنرال چې د جهاد په مینه کې ووژل شو


په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني په افغانستان کې د هغه پاکستاني جنرال په هکله مقاله لیکلې چې د وژل کیدو په هکله یې په مطبوعاتو کې راپورونه راووتل.

حقاني په مقالې کې لیکلي دي چې د ترهگر په توگه د پاکستان د یو لوړپوړي چارواکې وژل کیدل عادي خبره نده او دا چې د پاکستان د یو لوړپوړي پوځي افسر دا ډول فکر لرل په خپله د پاکستان د پوځ مسلکیتوب ته تاوان رسوي.

متقاعد جنرال شاهد عزیز د پاکستان په پوځ کې په ډیرو مهمو برخو دنده ترسره کړې. د پاکستان پخواني پوځي دیکتاتور جنرال پرویز مشرف هغه په ځینو ډیرو مهمو مقاماتو ټاکلی و..

حسین حقاني لیکي چې د شاهد عزیز په ډول فکر لرونکی یو شخص د پوځ په دومره مهمو مقاماتو کار کول دا څرگندوي چې پخپله په پوځ ته څومره تاوان رسیدی شي.

په مقالې کې وړاندې لیکل شوي چې چې جنرال عزیز د تقاعد نه وروسته د پاکستان د احتساب کمیسیون مشر وټاکل شو خو هغه په ٢٠٠٧ کال کې د خپل کار نه استعفی ورکړه ځکه چې هغه غوښتل جهاد وکړي.

د پاکستان پخواني ولسمشر پرویز مشرف وایي چې جنرال عزیز د جهاد لپاره سوریې ته تللی و او هلته د داعش د ډلې سره یوځای شوی و. جنرال پرویز مشرف زیاته کړه چې دا یې هم اوریدلي دي چې هغه همالته وژل شویدی.

ځینې نور رپورټونه بیا وایي چې جنرال شاهد عزیز څو میاشتې مخکې افغانستان ته تللی و او غوښتل یې هغه څه چې د امریکا د پوځ لپاره یې کړیدي کفاره یې ادا کړي. جنرال شاهد په افغانستان کې ووژل شو

د جنرال شاهد عزیز کورنۍ دغه خبره تائید کړې وه چې هغه د ٢٠١٦ کال د فرورۍ په میاشت کې د ملک نه د باندې تللی و. کورنۍ یې وایي چې شاهد عزیز به ورته پیغامونه رالیږل چې هغه ژوندی دی او روغ رمټ دی.

مقاله لیکي چې داسې رپورټونه هم خپاره شویدي چې هغه د افغانستان د کنړ ولایت ته تللی و او هلته د امریکایي قواوو په هوایي بمبارۍ کې ووژل شو.

د جنرال شاهد عزیز کورنۍ په افغانستان کې د هغه د وژل کیدو رپورټونه رد کړیدي او د پاکستان پوځ هم د هغه د وژل کیدو په اړه هیڅ تبصره نده کړې

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG