د لاس رسي وړ اتصالات

افغان لوبغاړي حسین بخش صفري خپل روسي سیال ته ماتې ورکړه


د ګډو رزمي لوبو«MMA» لوبغاړي حسین بخش صفري د روسیې د Figh Nights Global سازمان په سیالیو کې خپل روسي سیال پیتربرگته ماتې ورکړه.

نوموړي دغه سیالي پرون شنبه د «ډسمبر پر ۲۸مه» تر درې پړاونو وروسته وګټله.

افغان لوبغاړي صفري تر دا مهاله څلور سیالۍ ګټلي او یوه یې بایللې ده او د هغه روسي سیال بیا درې لوبې ګټلي او یوه بایللې ده.

روسي لوبغاړي پیټربرګت په ۶۱ کیلوګرام او افغان لوبغاړي په ۶۳ کیلوګرام وزن کې سیالۍ وکړې.

افغان لوبغاړی صفري په یو شمېر نورو داخلي او بهرنیو سیالیو کې هم بریالی شوی دی.

XS
SM
MD
LG