د لاس رسي وړ اتصالات

د تینس اتل جکوویچ وایي د ژوند سختیو مبارز کړ


د صربستان او نړۍ د تینس اتل نواک جکوویچ د استرالیا د جام گټلو پر وخت
د صربستان او نړۍ د تینس اتل نواک جکوویچ د استرالیا د جام گټلو پر وخت

د صربستان او نړۍ د تینس اتل نواک جکوویچ د یکشنبې په ورځ د استرالیا د تینس ستر جام وگاټه.

دا اتم ځل دی چې جکوویچ د استرالیا په میلبورن ښار کې دغه جام گټي او ١٧ ځل دی چې هغه د تینس ستر جامونه گټي.

جکوویچ د اتلوالۍ په لوبه کې اتریشي تینس باز ډومینک تیم ته درې د دوو میداونو په مقابل کې ماته ورکړه او د جام د گټلو تر څنگ یې ٢.٨٢ میلیونه ډالر هم ترلاسه کړل.

جکوویچ د یوې پوښتنې په ځواب کې چې څنگه د فشار په وخت کې مقاومت کوي‌او بریالی کیږي، وویل: "زه په ٩٠ لسیزه کې د جگړو او سختیو پر وخت په صربستان کې لوی شوی یم. هیواد تر بندیزونو لاندې و، مونږ ډوډۍ، شیدو، اوبو او د ژوند نورو ضروري موادو ته په کتار کې ولاړ وو."

هغه وایي: "دغه ډول شیان تاسې قوي او بریاو ته تږی کوي. ښایي دا زما بنسټ وي، حقیقت دادی چې زه په اصطلاح د خپلې کورنۍ او زما د ولس سره یوځای له یو سخت ژوند څخه راوتلی یم."

د نواک جکوویچ په وینا دغه حالاتو ته په پام سره "تل دا رایادوم چې زه له کوم ځای څخه چېرته رسېدلی یم اودا کار ما هڅوي چې نوره هڅه هم وکړم."

نواک جکوویچ به سبا د دوشنبې په ورځ فبرورۍ دریمه په نړۍ کې د تینس لومړی مقام بیرته خپل کړي. تر اوسه رفایل نادال د نړۍ لومړی مقام درلود. هغه د استرالیا د جان په نیمه پای لوبه کې ډومینیک تیم ته لوبه بایلودله.

په نړیواله کچه د ډیرو سترو جامونو د گټلو ریکارډ د راجرز فیدرر دی چې ٢٠ جامونه یې گټلي دي. د هغه وروسته رفایل نادال دی چې ١٩ جامونه او بیا جکوویچ دی چې ١٦ جامونه یې گټلي دي.

د استرالیا د تینس د ستر جام ښځینه اتله

د ښځو په برخه کې دا ځل د استرالیا ستر جام امریکایي ٢١ کلنې لوبغاړې صوفیه کینن اسپانوۍ لوبغاړې مگوروزا ته په ماتې ورکولو سره د لومي ځل لپاره د تینس ستر جام چې گرند سلیم بلل کیږي، وگاټه.

امریکایي لوبغاړې صوفیه کینن د جام د گټلو پر وخت
امریکایي لوبغاړې صوفیه کینن د جام د گټلو پر وخت

صوفیه کینن پدغه بریالیتوب سره په نړۍ کې اووم او په امریکا کې لومړی مقام ترلاسه کړ.

د یادولو وړ دي چې د لومړي ځل لپاره د استرالیا د سږني کال د جام په لوبو کې نارینه او ښځینه اتلانو ته یو برابر نغدي جایزه ورکړل شوه او پدې توگه صوفیه کینن هم د جام د گټلو تر څنگ ٢.٨٢ میلیونه ډالر ترلاسه کړل.

XS
SM
MD
LG