د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ: که په رای پاڼو کې زما نوم وای، په لوی توپیر به مو ګټلې وای

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي که د ده نوم د منځمهالو ټاکنو په رای پاڼو کې وای، د ګوند غړو به یې ډېرې څوګۍ ګټلې وای.

ولسمشر ټرمپ په خپل ټروټ سوشل حساب کې په تازه پوستونو کې لیکلی دي که د ده نوم په رای پاڼو کې وای، ټاکنې به یې په لوی توپیر سره ګټلې وای.

د دغو نتایجو له اعلان وروسته، د ونډو نړیوال بازارونه (سټاک مارکیټ) هم لویدلي، ولسمشر ټرمپ په خپل ټروټ سوشل کې د ونډو د بازارونو علت هم په ټاکنو کې د دموکراتانو بری ګڼلی دی.

د امریکا غږ د اټکل په اساس، د اعلان شویو رایو له مخې د دموکرات ګوند په منځمهالو ټاکنو کې د استازو خونې د ۴۳۵ څوکیو څخه لږ تر لږه ۲۴۹ او د سنا د ۱۰۰ څوکیو څخه ۵۲ ګټلې او اکثریت یې ترلاسه کړی دی.

د ایالتونو جلا انتخاباتي سیستمونه

لا هم په ځینو ایالتونو کې د ټاکنو نتایج اعلان شوي نه دي. عمده علت یې دا دی چې هر ایالت د ټاکنو په اړهجلا انتخاباتي قانون لري.

د امریکا په شاوخوا ۱۳ ایالتونو کې رایه ورکوونکي کولای شي خپله رایه د پوست له لارې واستوي او د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړي.

خو د الاسکا او میسیسیپي ایالتونو ته د ډېرو پام اوښتی دی، ځکه چې دلته انتخاباتي سیالۍ سختې دي.

د بېلګې په توګه، د الاسکا په ایالت کې انتخاباتي مسئولین وایي چې فاصلې اوږدې دي او د پوستو له لارې اچول شوې رایې لا انتخاباتي مرکزونو ته نه دي رسېدلي چې وشمېرل شي. همدغه راز په دغه ایالت کې د رایو د نتایجو د نه اعلان یوه بل عمده دلیل انتخاباتي قانون دی، چې رېنکډ چوایس ووټېنګ [Ranked Choice Voting] بلل کېږي. په دغه انتخاباتي سیستم کې که هېڅ یو کاندید هم تر ۵۰ فیصدو ډېرې رایې ترلاسه نه کړې، ګټونکی نه مشخص کېږي.

د بېلګې په توګه، که په ټاکنو کې دوه کاندیدان وي، نتیجه یې ژر وځي، ځکه چې هر چاې چې ډېرې رایې وګټلې، هغه کامیاب دی، خو د الاسکا په دغه انتخاباتي سیستم کې کېسه بل ډول ده. لومړی د ټولو کاندیدانو رایې شمېرل کېږي او هر کاندید چې تر ټولو کمې رایې یوړلې، حذف کېږي او د هغه رایې په هغو کاندیدانو باندې وېشل کېږي، چې د ګټل شویو رایو په اساس په لست کې دویم وي. دا بهیر تر هغه پورې روان وي، چې کاندیدان د څه باندې ۵۰ فیصده نصاب پوره کړي او ګټونکی یې وټاکل شي.

همدغه راز، په ځینو نورو ایالتونو که یو رایه ورکوونکی د خپل هویت کارت ونه لري، انتخاباتي مسئولین ورته وخت ورکوي، چې ولاړ شي او د خپل هویت کارت راوړي، چې رایه یې وشمېرل شي.

د میسیسپي په ایالت کې یو انتخاباتي قانون دا دی، چې غیابي رایه ورکوونکي باید خپله رایه د رایې د شمېرلو په ماشین کې واچوي، هماغسې چې د ټاکنو په ورځ رایه ورکوي. مخکې به غیابي رایه ورکوونکو خپله رایه په دوسیې کې کېښوده او بیا به یې په انتخاباتي صندوق کې واچوله.

ځينې نور ایالتونه، غیابي رایې د انتخاباتو تر ورځې پورې نه تاید کوي او نه یې هم سکن کوي یا شمیري. د واشنګټن ایالت د نومبر ۲۳ نيټې پورې وخت ولري چې نتایج اعلان کړي. دا ټول په ځینو ایالتونو د رایو د نتایجو د ځنډ عمده دلایل دي.

الهه احرار او عایشه وهاب
الهه احرار او عایشه وهاب

دوې افغان-الاصله امریکایي مېرمنې هم کاندېدي وې

افغان- الاصله امریکايۍ عایشه وهاب په کالیفورنیا کې د کانګرس د استازو خونې ته ولاړه وه. تر دې دمه د هغې د ټاکنو ۵۳ فیصده رایې شمېرل شوې، چې په کې تر خپلې سیالې مخکې ده. خو نهايي نتایج لا هم اعلان شوي نه دي.

د ویرجینا په ایالت کې بیا بله افغان-الاصله امریکايۍ الهه احرار ولاړه وه، چې بریالۍ شوې نه ده.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG