د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ د ولسمشر غني د لوړې مراسمو ځنډېدل تائید کړل


د افغانستان جمهوري ریاست تائید کړه چې د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسم د «مصلحت» له مخې د روانې کب میاشتې تر ۱۹ مې نېټې پورې ځنډول شوي دي.

ارګ نن چهارشنبه د فبرورۍ ٢٦ (کب ٧) په یوې اعلامیې کې ویلي چې یاده پرېکړه یې له افغان شخصیتونو او نړیوالو شریکانو سره تر هر اړخیزو مشورو وروسته کړې ده.

په دغه بیان کې راغلي: "جمهور رئيس محمد اشرف غني له تخنیکي برخو، د هیواد په کچه سیاسي شخصیتونو، قومي مشرانو، د دولت ساز ټیم له مشرتابه او د افغانستان بین المللي شریکانو سره له پراخو او هر اړخیزه مشورو وروسته دا مصلحت وګاڼه چې راتلونکې پنجشنبه د کب په ۸مه نېټه، د لوړې ترسره کېدونکي ستر مراسم، د کب تر ۱۹مې نېټې پورې وځنډول شي."

د ارګ تر اعلان لږ مخکې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ویلي و چې د افغانستان د نوي ولسمشر د لوړې مراسم به د مارچ میاشتې پر ۹ مه نېټه تر سره شي.

ښاغلي خلیلزاد نن چهارشنبه (فبرورۍ ٢٦) په درې پرله پسې ټویټونو کې د لوړې مراسمو ځنډېدو په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني د پرېکړې هرکلی کړی دی.

زلمي خلیلزاد ویلي: "د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ولسمشر د سبا ورځې د لوړې مراسمو د ځنډېدو اعلان کړی دی، زه د جمهوري رئیس د دې پرېکړې چې د لوړې مراسمو یې د مارچ ۹ مې ته د ځنډولي هرکلی کوم."

ښاغلي خلیلزاد ویلي: "لکه چې د ټاکنو بهیر پای ته رسېدلی، جمهور رئیس غني د اعلان شوي ګټونکي په توګه اعلان شوی، نور رهبران باید دا ډاډ ورکړي چې راتلونکی حکومت یو ټول شموله او د افغانانو هیلې منعکسې کړي."

هغه ویلي، یاد وخت به د اړینو سلا مشورو لپاره اجازه ورکړي چې د افغانستان د خلکو توقعات په نوي حکومت کې منعکس او خوندي شي.

تېره شپه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې اعلامیې کې له افغان حکومت څخه مننه وکړه چې د لوړې مراسم یې ځنډولي دي.

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو کاندید عبدالله عبدالله چې ځان په تېرو ټاکنو کې بریالی ګڼی نن چهارشنبه په یوې اعلامیې کې ویلي چې د افغان سولې په اړه د امریکا د هڅو ملاتړ کوي.

په اعلامیې کې راغلي: "د ملي شخصیتونو او نړیوالو د سولې پروسې باندې د جدي تمرکز کولو فرصت چمتو کول او د ټاکنو د پروسې له امله د رامنځته شوي بحران د حل لپاره مننه کوم."

هغه ټینګار کړی چې په ټاکنو کې د خلکو رایو او شفافیت او د درغلیو مخنیوي ته ژمن دی.

XS
SM
MD
LG