د لاس رسي وړ اتصالات

پي ټي ام مشرانو ته د ولسمشر غني د لوړې مراسمو کې د ګډون بلنه


په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر د پي ټي ام مشرانو ته د غني د لوړې مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړه
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر د پي ټي ام مشرانو ته د غني د لوړې مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړه

افغان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) دوو مخکښو مشرانو علي وزیر او محسن داوړ ته د جمهور رئیس محمداشرف غني د لوړې په مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

محسن داوړ چې د پاکستان د مرکزي پارلمان غړی هم دی ویلي دي، که د پاکستان حکومت یې مخه ونه نیسي، د جمهور رئیس غني د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره به کابل ته سفر وکړي.

ښاغلي داوړ په اسلام‌آباد کې د افغانستان د سفارت له خوا ورته استول شوی بلنلیک په خپل ټویټر کې خپور کړی او له هغوی څخه یې مننه کړې ده.

ټاکل شوې چې د جمهور رئیس غني د لوړې مراسم د پنجشنبې په ورځ د فبروري په ۲۷مه (کب اتمه) په کابل کې ترسره شي.

همداشان د پښتون ژغورنې غورځنګ بل مخکښ مشر علي وزیر، چې نوموړی هم د پاکستان د مرکزي پارلمان غړی دی، د ښاغلي غني د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره بلل شوی دی.

خو نوموړي تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

افغان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ دغو غړو ته دا بلنه په داسې حال کې ورکړې ده، چې د پاکستان حکومت علي وزیر او محسن دواړ ممنوع‌الخروج کړي دي.

XS
SM
MD
LG