د لاس رسي وړ اتصالات

آی سي سي د افغان کرکټ بورډ وضعیت ارزولو ته کاري ډله وټاکله 


د افغانستان کرکټ بورډ
د افغانستان کرکټ بورډ

د کرکټ نړیوالې شورا د چهارشنبې په ورځ نومبر ۱۷ (لړم۲۶) اعلان وکړ چې د افغانستان د کرکټ د وضعیت د ارزولو لپاره یوه څلور کسیزه کاري ډله ټاکلې ده.

د دغې کاري‌ ډلې مشر د کرکټ‌ د نړیوالې شورا یو مسئول عمران خواجه دی او د پاکستان د کرکټ‌ بورډ مشر رمیز راجا یې هم غړی دی. دا کاري ګروپ به د خپل کار راپور په « راتلونکو څو میاشتو کې» د کرکټ نړیوالې شورا ته وړاندې کوي.

د کرکټ‌ نړیوالې شورا نه دي‌ ویلي چې دا کاري ډله به افغانستان ته هم سفر کوي که نه.

د کرکټ د نړیوالې شورا په اعلامیې کې د شورا د مشر ګرېک بارکلي له خولې ویل شوي: «د کرکټ نړیواله شورا د افغانستان کرکټ د ملاتړ دوام ته ژمنه ده چې د هلکانو او نجونو کرکټ وده وکړي او پر مخ ولاړ شي.‌ موږ باور لرو چې د دغه کار د ترسره کولو لپاره تر ټولو اغیز ناکه لاره دا ده چې د خپل غړي (افغانستان) د هڅو ننګه وکړو چې د نوي حکومت سره د اړیکو له لارې دا هدف ترلاسه کړي.»

څه موده مخکې د طالبانو یو مسئول ویلي وو چې په افغانستان کې به د ښځو ورزش او کرکټ ته اجازه نه وي. دا مهال په افغانستان کې د ښځو ټولې لوبې بندې شوي دي. په افغانستان کې همدې وضعیت د کرکټ د نړیوالې شورا او ځینو غړو هېوادونو اندېښنې پارولې دي.‌

د کرکټ نړیوالې شورا تېره ورځ د خپلو غړو هېوادونو غونډه کړې وه. د کرکټ بورډ یو مسئول د نوم نه اخیستلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې په دې غونډه کې د افغانستان کوم استازي برخه نلرله.

د طالبانو له راتګ وروسته، د طالبانو حکومت عزیزالله فضلي د بورډ مشر وټاکه او نصیب خان یې اجرايي رئیس اعلان کړ. خو د نړیوال جام د سیالیو په منځ کې د طالبانو حکومت د افغانستان د کرکټ پخوانی لوبغاړی مېرویس اشرف د کرکټ بورډ د مشر په توګه اعلان کړ.

د بورډ دغه مسئول امریکا غږ ته وویل چې دواړو ښاغلیو فضلي او اشرف هڅه کوله چې په غونډه کې برخه واخلي، خو یوه ته هم اجازه ورکړل شوې نه ده.

همدغه حالاتو ته په کتو د کرکټ نړیوالې شورا ویلي‌ دي چې باید په افغانستان کې د کرکټ ارزښت وساتل شي. په اعلامیې کې د مشر له خولې ویل شوي: «...موږ باید دا حیثیت خوندي وساتو او د افغانستان د کرکټ بورډ په واسطه د تغیراتو راوستلو هڅه وکړو، خو موږ به حالت له نژدې څارو او حالت ته په کتو به اقدام کوو.»

د اګست په ۱۵ طالبان کابل ته ننوتل او بیا یې وروسته خپل سرپرست حکومت اعلان کړ چې لا هېڅ یو هېواد په رسمیت پېژندلي نه دي. د افغانستان کرکټ بورډ په ۲۰۱۷ کې د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ چې ورسره د کال څه باندې یو میلیون ډالر بودیجه ورته وټاکل شوه.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په تېرو کلونو کې ښه ځلېدلې او دا اوس یې په نړیوال شل اوریز جام کې په پنځو لوبو کې دوې وګټلې.

XS
SM
MD
LG