د لاس رسي وړ اتصالات

د نړیوال جام د نیمه پای لوبو لوبډلې معلومې شوې


په انګلستان کې د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام د دویم پړاو ته څلور لوبډلې ووتلې خو تر اوسه دا نده معلومه چې کوم هیواد به د کوم هیواد سره لوبه کوي.

د نومرو یا پواینټونو په جدول کې تر اوسه د آسټرالیا لوبډله لومړی، هند دویم، انګلستان دریم او نیوزلینډ څلورم مقام لري. د کرکټ د نړیوالې شورا د پریکړې له مخې د لسو لوبډلو د جملې نه یوازې هغه څلور لوبډلې نیمه پای لوبې یا سیمې فاینل ته اوځي چې د جدول د سر په څلورو لوبډلو کې راشي.

پاکستان خپله نهمه او وروستۍ لوبه د بنګله دیش نه وګټله او پنځم مقام یې وګاټه. د پاکستان او نیوزلینډ نومرې برابرې دي. دواړو یې یوولس یوولس پواینټونه لري خو په رن ریټ کې پاکستان د نیوزلینډ نه شاته دی او په همدې خاطر نشي کولی چې سیمي فاینل ته ووځي.

د اسټرالیا او هند دوه لوبې پاتي دي او تر اوسه نده معلومه چې کومه لوبډله به د نومرو په جدول کې لومړی مقام وګټي.

نیمه پای لوبې یا سیمې فاینل

دا چې کومه لوبډله به د کومې لوبډلې سره په نیمه پای لوبې یا سیمې فاینل کې مخامخ کیږي، دا پریکړه د هند - سریلانکا او آسټرالیا - جنوبي افریقا د لوبو نه وروسته معلومیږي. که اسټرالیا جنوبي افریقا ته ماتې ورکړي پدې سره یې نومرې شپاړلس کیږي او په پای لوبې کې د نیوزلینډ سره مخ کیږي.

د جنوبي افریقا او اسټرالیا لوبه سبا ته ده. او که اسټرالیا دا لوبه وبایلي په سیمې فاینل کې بیا د انګلستان سره مخ کیږي ځکه چې د جدول لومړی مقام لرونکې لوبډله د څلورم او د دویم مقام د دریم سره لوبه کوي. د هند او سریلانکا لوبه بیا د شنبې په ورځ (جولای ۷مه) ده.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG