د لاس رسي وړ اتصالات

د شلو شلو اورونو په نړیوالو لوبو کې افغان لوبغاړو لومړي مقامونه ګټلي


د افغانستان دا درې واړه لوبغاړي د ورو توپ اچونکو په لیست کې د نړۍ د نورو لوبغاړو نه مخکې دي.
د افغانستان دا درې واړه لوبغاړي د ورو توپ اچونکو په لیست کې د نړۍ د نورو لوبغاړو نه مخکې دي.

د کرکټ د نړیوالې شورا د شلو شلو اورنو د نړیوالو لوبو په تازه درجه بندۍ کې دوه افغان لوبغاړو لومړي مقامونه ګټلي.

د آی سي سي په تازه درجه بندۍ کې چې د شلو شلو اورونو د نړیوالو لوبو په هکله یې کړیدي، راشد خان د توپ اچونکو یا بالرانو په لیست کې لومړی مقام او مجیب الرحمان په دویم مقام کې دی.

راشد ۷۳۶ او مجیب ۷۳۰ نمرې یا پواینټه اخیستې دي.

د افغانستان د ملي لوبډلې بل لوبغاړی محمد نبي بیا د شلو شلو اورونو د نړیوالو لوبو تر ټولو غوره آلراونډر ټاکل شوی.

آلرونډر په کرکټ کې هغه لوبغاړی وي چې هم بالنګ او هم بیټنګ کولی شي.

محمد نبي ۲۹۴ پواینټه یا نمرې اخیستي دي.

دغو درې واړو افغان لوبغاړو د افغانستان د ملي لوبډلې تر څنګ د نړۍ په یو شمیر مهمو تجارتي سیالیو یا لیګونو کې هم لوبې کړیدي.

محمد نبي، راشد خان او مجیب درې واړه اسټرالیا ته د بیګ بش د سیالیو لپاره تللي دي.

د دې لیګ نه وړاندې راشد خان، محمد نبي او د هند په غوره لیګ په سیالیو کې د برخې اخیستو لپاره په عربي متحده اماراتو کې و.

د کرکټ د نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې یو لوبغاړي ته د پخوانیو کارنامې پر اساس د یو ځانګړي پروګرام له لارې نمرې ورکول کیږي. که د لوبغاړي اوسنۍ کارنامه د پخوا په پرتله ښه شوې وي، نمرې یې هم پورته کیږي.

د درجه بندۍ پدې ځانګړې پروګرام کې د انسان د لاس وهنې هیڅ ګنجایش نشته.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG