د لاس رسي وړ اتصالات

د ۱۹ کلنو د کرکټ نړیوال جام ویسټ انډیز وګاټه


د ویسټ انډیز د کرکټ د نولس کلنو لوبډلې کپتان شیرمان هیتمایر پچه وګټله خو د توپ وهنې لومړی نوبت یې د هند لوبډلې ته ورکړ.‌

د هند لوبډله د پیل نه د ستونزو سره مخ وه او د سر لوبغاړی رشابه پانت په لومړني اور کې وسوځید. ورپسې د هند د لوبډلې کپتان ایشان کیشن هم د څلورو رنزونو جوړولو نه وروسته وسوځید.

د هند لپاره تر ټولو زیات رنزونه سرفراز خان وکړل. هغه ۵۱ رنزونه وکړل.‌ په پای کې د هند د لوبډلې ټول لوبغاړي په شپږ څلویښت اور کې وسوځیدل او د ویسټ انډیز لوبډلې ته یې د ۱۴۵ منډو هدف وټاکه.

د ویسټ لوبډلې دغه هدف د لوبې په وروستي اور کې پداسې حال کې پوره کړ چې یوازې پنځه لوبغاړي یې سوځیدلي و. د ویسټ انډیز په لوبډلې کې تر ټولو زیات رنزونه کیسي کارټي وکړل چې د لوبې د غوره لوبغاړي لقب هم ورته ورکړل شو.‌

د نولس کلنو د کرکټ د نړیوال جام دا لوبې په بنګلادیش کې د همدې کال د جنوري د میاشتې په ۲۷ پیل شوې او نن پای ته ورسیدې. د دې کال د لوبو تر ټولو غوره لوبغاړی د بنګلادیش د لوبډلې کپتان مهدي حسن میراز وټاکل شو.‌

XS
SM
MD
LG