د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د اسټرالیا او هند د پاکستان سره په نیمه پای لوبه کې سیالي کوي


افغانستان د نولس کلنو ځوانانو د نړیوال جام د سیالیو په نیمه پای لوبې یا سیمي فاینل کې د اسټرالیا او د هند لوبډله د پاکستان سره سیالي کوي.

د افغانستان او اسټرالیا لوبه د همدې میاشتې په ۲۹ مې د دوشنبې په ورځ کیږي. لوبه په هماغه لوبغالي کې کیږي چې افغانستان په کوارټر فاینل کې نیوزلینډ ته ستره ماتې ورکړله او نیمه پای لوبې ته ووت.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان لوبډله د نړیوال جام نیمه پای لوبې یا سیمي فاینل ته اوځي. افغانستان او اسټرالیا دواړو پخپل ګروپونو کې یوه یوه لوبه بایللې وه او په دویم مقام راغلي و.

افغانستان په کوارټر فاینل کې نیوزلینډ او اسټرالیا د انګلستان لوبډلې ته ماتې ورکړه او نیمه پای لوبې ته ووتل.

پاکستان بیا په کوارټر فاینل کې جنوبي افریقا او هند د بنګله دیش لوبډلې ته ماتې ورکړله. د پاکستان او هند نیمه پای لوبه د سه شنبې په ورځ د جنوري په ۳۰ مې کیږي. دواړه نیمه پای لوبې د نیوزلینډ د کرایس چرچ د هګلي اول په لوبغالي کې دي.

اسټرالیا او هنددرې درې ځله او پاکستان بیا دوه ځلې د نولس کلنو ځوانانو د نړیوال جام اتلولي ګټلې خو افغانستان بیا یوازې د آسیا جام اتلولي ګټلې ده. افغانستان د آسیا جام سیالیو په پای لوبې کې د پاکستان لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

ټولې لوبې د نیوزلینډ په محلي وخت د سهار په لس نیمو بجو پیل کیږي چې په افغانستان کې د شپې دوه بجې وې.

د ۲۰۱۸ کال د نولس کلنو ځوانانو د نړیوال جام وروستۍ لوبه یا فاینل د فبروري د ماشتې په دریمې نیټې د شنبې په ورځ کیږي.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG