د لاس رسي وړ اتصالات

آی سي سي: په نړیوال جام کې ارواپوهان د لوبغاړو حالت څاري


د کرکټ نړیوالې شورا دا پریکړه وروسته پداسې حال کې کوي چې یو شمیر لوبغاړو د محدودیتونو په خاطر د فشار له کبله لوبه کول پریښي.
د کرکټ نړیوالې شورا دا پریکړه وروسته پداسې حال کې کوي چې یو شمیر لوبغاړو د محدودیتونو په خاطر د فشار له کبله لوبه کول پریښي.

د کرکټ نړیوالې شورا ویلي چې عربي متحده اماراتو او عمان کې د ۲۰۲۱ کال د کرکټ د شلو شلو اورونو په نړیوال جام کې به ارواپوهان د لوبغاړو حالت څاري.

په لوبغاړو کې د کرونا وبا له کبله پیدا شوي فشارونه پدې تیرو څو میاشتو کې ډومره ډیر شوی چې د انګلستان یو تر ټولو مشهور لوبغاړي بن سټوک د ذهني فشار له وجې څو میاشتې د لوبو نه کولو پریکړه کړې.

د بن سټوک تر څنګ د نړۍ یو شمیر نورو مشهورو لوبغاړو ویلي چې د ځینو سیالیو پر وخت د محدودیتونو له کبله پرې فشارونه ډیر شوي.

د هند د غوره لیګ (آی پي ایل) د سیالیو پر وخت هم چې همدا اوس په عربي متحده اماراتو کې روانې دي، یو شمیر لوبغاړو د محدودیتونو د فشارونو له کبله پکې برخه وانخستله.

د کرکټ د نړیوال شورا د ریښتینولۍ او ژوندانه د خوندیتوب د چارو مشر الیکس مارشال نن پنجشنبې اکتوبر ۷ ( تلې ۱۵) خبریالانو ته وویل چې د نړیوال جام د سیالیو پر مهال به د یو شمیر لوبغاړو په ذهني روغتیا اغیز وشي، په ځانګړي ډول هغه لوبغاړي چې د کافي زیات وخت راپدیخوا لوبې کوي.

ښاغلي مارشال زیاته کړه، " د کرکټ نړیواله شورا به د هغو افرادو لپاره چې مرسته غواړوي، ۲۴ ساعته یو ارواپوه ولري. مونږ به همدارنګه د ستونزو د حل لپاره کافي امکانات ولرو او خلک به پخپله پریکړه کوي چې څه ډول غواړي خپلې ستونزې حل کاندي. "

د هر هیواد لوبغاړي او ورسره مل ملاتړ کوونکي چې عربي متحده اماراتو او عمان ته د لوبو لپاره ځي، باید ۶ ورځې په یوازیتوب کې تیرې کړي او د روزنې د پیل نه وړاندې باید ۳ ځله معاینات وکړي.

د شلو شلو اورونو د نړیوال جام سیالۍ د همدې روانې اکتوبر د میاشتې په ۱۷ مې په عربي متحده اماراتو او عمان کې پیلیږي او د نړۍ ۱۶ لوبډلې پکې برخه اخلي. لوبغاړي به د دې لوبو پر وخت په هوټلونو کې پاتې کیږي او بهر د ګرځیدو راګرځیدو حق نلري.

د شلو شلو اورونو د نړیوال جام په سیالیو کې افغانستان هم برخه لري او لوبغاړي یې عمان ته د تمریناتو لپاره تللي دي.

XS
SM
MD
LG