د لاس رسي وړ اتصالات

سریلانکا په نړیوال جام کې انګلستان ته ماتې ورکړه


لسیت ملینګا د انګلستان څلور لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی شو.
لسیت ملینګا د انګلستان څلور لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د سریلانکا لوبډلې کوربه انګلستان ته د ۲۳۳ منډو هدف ورکړی و خو د انګلستان ټول لوبغاړي په ۴۷ اورونو کې وسوځیدل او ټاکلی هدف یې پوره نشو کړی.

سریلانکا د پچې ګټلو نه وروسته د توپ وهنې پریکړه وکړله او سیالې لوبډلې ته یې نسبتاً د لږو منډو هدف وټاکه. د سر لوبغاړو یې ایله یو او دوه منډې وکړلې او پای کې یې د انګلستان لوبډلې ته په پوره پنځوسو اورونو کې د ۲۳۳ منډو هدف وټاکه.

د سریلانکا لپاره په توپ وهنې کې تر ټولو زیاتې منډې پخواني کپتان انجیلو میتیوز وکړلې. هغه ۸۵ منډې وکړلې او د لوبې تر پایه ونه سوځید. د انګلستان منډو جوړولو پیل هم چندانې خوندر نه او د سر لومړني دوه لوبغاړي یې په صفر او څوارلسو منډو وسوځیدل.

خو د انګلستان لوبغاړو د شلم اور نه وروسته لوبه کابو کړله او وړاند وینه همدا وه چې انګلستان به دا هدف پوره کړي خو د سریلانکا د لوبډلې پخواني کپتان او تیز توپ اچوونکي لسیت ملینګا د انګلستان لپاره د منډو جوړلو مخه ډب کړله. ملینګا د انګلستان څلور لوبغاړي وسوځول او خپله لوبډله یې بریالۍ کړله.

ملینګا د لوبې غوره لوبغاړی هم شو.

سریلانکا د دې لوبې په ګټلو سره د سږ کال د نړیوال جام په درجه بندۍ کې پنځم مقام ته ورسید او شپږ پواینټه لري. انګلستان بیا دریم مقام ته راښکته شو او اته پواینټه لري.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG