د لاس رسي وړ اتصالات

د زمبابوې پخوانی کپتان تر ۲۰۲۹ د لوبو کولو نه بند شو


د زمبابوې د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی کپتان نن چارشنبه، د اپریل ۱۴ (وري۲۵) د فساد په تور د اتو کالونو لپاره د کرکټ د هر ډول لوبو نه منع شو.

د کرکټ نړیوالې شورا ویلي چې د زمبابوې پخواني کپتان هیټ سټریک په هغه لګیدلي تورونه او مجازات منلي او نه یې غوښتل چې د فساد سره د مبارزې په استماعیه غونډې کې برخه واخلي.

سټریک ۴۷ کلن دی او د کرکټ د نړیوالې شورا د څو قوانینو نه یې سرغړاونې کړي په ځانګړي ډول د فساد ضد مقررات.

هغه منلې چې په ۲۰۱۸ کال کې د زمبابوې، بنګله دیش او سریلانکا، په همدې کال کې د افغانستان سره د دوه اړخیزو لوبو د لړۍ، او د هند او افغانستان د غوره لیګونو د سیالیو په هکله خصوصي معلومات یې خپاره کړي او نورو سره یې شریک کړيدي.

د زمبابوې دې پخواني کپتان همدرانګه کوښښ کړی و چې د یو هیواد د کرکټ د ملي لوبډلې د کپتان په ګډون څلور لوبغاړي د شرط وهلو یوې ډلې ته ور وپیژني او داخلي معلومات شرط وهونکو ته ورکړي.

سټریک پدې کې هم مجرم بلل شوی چې د کرکټ د نړیوالې شورا د څیړنو د څیړنو مخه یې نیولې او هغه تحفې، پیسې، او نور امتیازات چې د معلوماتو د بربنډولو په بدل کې ورته ورکړل شوي و، پټ ساتلي و.

XS
SM
MD
LG