د لاس رسي وړ اتصالات

ټاکنو کمیسیون: حکومت باید ژر په شمال کې د کمیسیون دفترونه پرانیځي


د جنبش اسلامي ګوند سلګونو پلویانو د افغانستان په څلورو شمالي ولایتونو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون دفترونه د اعتراض په توګه تړلي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د چارواکو پر وینا، په جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو کې د کمیسیون د دفترونو له تړلو وروسته اعتراض‌کوونکو تیره ورځ په بلخ ولایت کې هم د دغه کمیسیون دروازه وتړله او د کمیسیون مامورینو ته یې د کار کولو اجازه ورنکړه.

د دغه کمیسیون د ویاند مرستیال ذبیح‌الله سادات امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې د ټاکنو کمیسیون د دغې ستونزې په اړه امنیتي بنسټونو سره خپلې اندیښنې شریکې کړي او له هغوی څخه یې غوښتي چې ژر تر ژره د کمیسیون تړل شوي دفترونه بیرته پرانیځي.

ښاغلي سادات وویل "د کمیسیون رهبري له امنیتي بنسټونو سره او د حکومت له مشرتابه سره په تماس کې ده، څومره ژر چې کیږي باید په دغو ولایتونو کې زموږ د دفترونو دروازې پرانیستل شي او زمو همکارانو ته اجازه ورکړل شي، ترڅو دوی د دغې ملي پروسې د بریالیتوب لپاره کار ترسره کړي".

له شاوخوا دوه اونیو راهیسي، د جنبش ګوند پلویانو د افغانستان په یو شمیر شمالي ولایتونو کې اعتراضونه پیل کړي او د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د امنیه قوماندان نظام‌الدین قیصاري د خوشې کیدو او له ترکیې څخه افغانستان ته د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د بیرته راستنولو غوښتنه کوي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، دغه کمیسیون حکومتي نه بلکې خپلواک دی او اعتراض‌کوونکي باید له نورو لارو چارو څخه په استفادې، د خپلو غوښتنو د عملي کولو لپاره پر حکومت فشار راولي.

د افغانستان په شمال کې د وضعیت د سمولو لپاره د افغان حکومت او جنرال دوستم ترمنځ خبرې روانې دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د دفتر رئیس عنایت الله بابر فرهمند تیره ورځ امریکا غږ – آشنا ته وویل، لا هم دواړه غاړې په خبرو بوختې دي او تراوسه لا وروستۍ پریکړه نه ده شوې.

هغه وویل " تراوسه حکومت کوم ځواب نه دی ورکړی او د اعتراض کوونکو سره کومه مستقیمه اړیکه هم نه ده نیول شوې، خو د ترکیې په پایتخت انقره کې د لومړي مرستیال سره خبرې روانې دي، تراوسه وروستۍ پریکړې ته نه دي رسیدلي".

تیره اونۍ د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال محمد سرور دانش د ترکیې د جمهور رئیس رجب طیب اردغان د لوړې په مراسمو کې د ګډون پر مهال په انقره کې د جنرال عبدالرشید دوستم سره هم کتلي وو.

که څه هم دواړه خواوې تر اوسه وروستۍ پریکړې ته نه دي رسیدلي، خو جمهوري ریاست وايي، چې حکومت د اعتراض کوونکو د قانوني غوښتنو منلو ته چمتو دی او له معترضینو څخه یې غوښتي، چې له تاوتریخوالي څخه ډډه وکړي.

په همدې حال کې د افغانستان یو شمیر ګوندونو او سیاسي مشرانو، افغان حکومت، ټاکنو کمیسیون او نړیوالې ټولنې ته په ټاکنیز نظام کې د اصلاحاتو وړاندیزونه کړي دي.

په ټاکنو کې د بایومتریک له ټیکنالوژۍ څخه استفاده، د ټاکنیز سیستم بدلول او له ټاکنو څخه د ګوندونو او مدني ټولنې پراخه څارنه، د دغو وړاندیزونو مهم ټکي دي.

دوی خبرداری ورکړی، که اړوند بنسټونه پر وخت په دې برخه کې اقدام ونکړي، دوی به په اوسنۍ بڼه د ټاکنو د ترسره کولو د مخنیوي لپاره له خپلو ټولو امکاناتو څخه کار واخلي.

XS
SM
MD
LG