د لاس رسي وړ اتصالات

د نړیوال تماس ګروپ غونډه په کابل کې پای ته ورسیده


د نړیوال تماس ګروپ غونډه په کابل کې پای ته ورسیده
د نړیوال تماس ګروپ غونډه په کابل کې پای ته ورسیده

د نړیوال تماس ګروپ دوه ورځنۍ ناسته چې د پنځوسو هیوادونو، سیمیزو او نړیوالو سازمانونو استازو پکې برخه اخېستې وه د دوشنبې په ورځ پای ته ورسېده او ددې ګروپ په ناسته کې چې د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کې ترسره شوه افغان دولت له نړیوالې ټولنې سره په څلورو عمده مسئلو خبرې وکړې.

د روغې جوړې پروسه چې نړیوالې ټولنې په مرسته ترسره کیږي، په همدې پروسه کې د ګاونډیانو د پراخې ونډې، د امنیت د انتقال په بهیر او له دوه زره او څوارلسم کال وروسته د نړیوالې ټولنې او د افغانستان په دوامداره اړیکو پدې ناسته کې خبرې وشوې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او د امریکا او جرمني ځانګړو استازو له ناستې وروسته يوه خبري کنفرانس ته وویل چې د تماس په غونډه کې د نړیوالې ټولنې د دوامداره مرستو او اړېکو په لا پراختیا ټینګار هم وشو او د روان میلادي کال په وروستیو کې د استانبول او بن د کنفرانسونو د داېرېدو په اړه هم د تیاریو په سر خبرې وشوې.

د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول وویل د بن او استانبول کنفرانسونو ته دا د تیاري غونډه وه او هلته به له نړیوالې ټولنې سره د هغوی د اوږدو همکاریو په تړاوو پرېکړې وشي.

زلمی رسول، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر: ‪"‬په ناسته کې زمونږ او د نړیوالې ټولنې ترمنځ د دوه زره او څوارلسم او دوه زره او څلور ویشتم کلونو ترمنځ د اوږد مهال اړیکو په اړه مفصل بحثونه وشول.‪"‬

دا ډول د تماس د نړیوال ګروپ مشر او د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مایکل شټینر وویل چې د بن کنفرانس به د افغانستان په مشرۍ دایریږي او نړیواله ټولنه به یې مرسته کوي.

مایکل شټینر، د تماس د نړیوال ګروپ مشر او د جرمني ځانګړی استازی: ‪"‬اوس مونږ مطمئین یو، چې مونږ به یوه کنفرانس ولرو البته چې مونږ به افغانستان سره مرسته کوو خو دا کنفرانس به د افغانستان په رهبرۍ وي، غواړم دا ډول ووایم او پدې اړه واضح اوسم چې افغانستان به پدې کنفرانس کې مسؤل وي او له یوه پلاوي سره.‪"‬

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي مارک ګروسمن دا ډول وویل چې په افغانستان کې د سولې په راوستو کې د پاکستان ونډه خورا مهمه ده او دا مسؤلیت باید درک کړي.

د تماس نړیوال ګروپ دا یوولسمه غونډه وه او ددې ګروپ درېیمه برخه غړي هیوادونه د اسلامي نړۍ دي.

XS
SM
MD
LG