د لاس رسي وړ اتصالات

سره صلیب له وسله والو وغوښتل چې کار کوونکي يې پرېږدي


وسله والو لس ورځې وړانډې جوزجان کې د سره صلیب د موټرو پرکاروان برید وکړ چې ورسره دغې کمیټې افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول
وسله والو لس ورځې وړانډې جوزجان کې د سره صلیب د موټرو پرکاروان برید وکړ چې ورسره دغې کمیټې افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول

د سره صلیب نړیوالې کمیټې په افغانستان کې له ښکېلو خواوو غوښتي چې د دوی هغه دوه کارکوونکي خوشې کړي چې د روان کال د سلواغې پر شلمه نامعلومو وسله والو د دې هېواد د جوزجان په ولایت کې برمته کړي دي.

د سره صلیب کمیټې په یو بیان کې چې پر یوه وخت په کابل او ژنیوا کې خپره شوی ویلي چې په سیمه کې له ټولو فعالو وسله والو غواړي چې د دغې کمیتې کارکوونکي په خوندې توګه خوشې کړي.

په دغه بیان کې دا هم ویل شوي چې برمته کوونکي دې له داسې کړنو چې د دوی د کارکوونکو ژوند ته خطر پېښولی شي ډډه وکړي.

په دغه بیان کې په افغانستان کې د آی سي آر سي د مرکزي نماینده ګۍ مشرې مونیکا زیناریلي ویلي " د تښتونکو څخه د بشري احساس له مخې غوښتنه کوو چې زموږتښتول شوي کارکوونکې ژر اوپرته د کوم قید او شرط څخه خوندي خوشې کړي".

د روان کال د سلواغې پر شلمه د سره صلیب د نړیوالې کمیټې کارکوونکو د موټرو پر کاروان هغه مهال د جوزجان د قوش تیپې په سیمه کې برید وشو چې د سیمې سېلاب ځپلو ته یې بشري مرستې لېږدولې.

په دې برید کې د سره صلیب شپږ افغان کارکوونکي ووژل شول او برید کوونکو د دې ادارې دوه کارکوونکي له ځان سره ژوندي یووړل.

په کابل کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویاند احمد رامین ایاز په دې اړهله امریکا ږغ اشنا راډیو سره په خبرو کې وویل جې دا کمیټه نه پوهیږي چې پر دوی برید چا کړی دی.

ښاغلي ایاز وویل " موږ نه پوهیږو چې زموږ کارکوونکي چا تښتولي، خو دومره خبر یو چې هغوی تر اوسه ژوندي دي."

تر دې مهاله هیڅ کومې ډلې دسره صلیب د کمیټې پر کارکوونکو د برید مسئولیت پر غاړه نه دی اخیستی، طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي و چې دوی په دې برید کې لاس نه لري.

همداشان طالبانو له دغې کمیټې غوښتي چې په افغانستان کې دې بیرته خپل کارونه پیل کړي.

د سره صلیب نړیوالې ادارې د دوی پر کارکوونکو تر برید وروسته په افغانستان کې خپل ټول فعالیتونه د نامعلومې مودې لپارهوځنډول.

د سره صلیب د کمیتې ویانداحمد رامین ایاز وایي، دوی لا هم په دې ارزونو بوخت دي چې دا معلومه کړي دا برید چا کړی دی.

همداشان ښاغلی ایاز وایي، چې دوی د خپل کار د پیل وړاندې د ښکیلو خواوو څخه د خپلو کارکوونکو د ژوند د خوندیتوب لپاره ضمانت غواړي.

ښاغلي ایازوویل " زموږ اداره ژمنه ده چې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي، خو د جګړې ټول اړخونه باید زموږ د کارکوونکو د خوندیتوب تضمین وکړي".

د سره صلیب نړیواله اداره له تېرو دېرشو کلونو په افغانستان کې فعالیت لري، دا اداره د جګړو له قربانیانو سره روغتیايي او خوراکي مرستې کوي او همدارنګه په جګړه کې د وژل شویو جسدونه د جګړې د کرښې یوې او بلې خوا ته انتقالوي.

XS
SM
MD
LG