د لاس رسي وړ اتصالات

د سره صلیب نړیواله کمېټه په افغانستان کې خپل حضور کموي


د سره صلیب کمیټې چارواکي وايي، دوی له مرکزي دفتر سره له سلا مشورو وروسته پریکړه کړې چې په افغانستان کې خپل حضور کم کړي.
د سره صلیب کمیټې چارواکي وايي، دوی له مرکزي دفتر سره له سلا مشورو وروسته پریکړه کړې چې په افغانستان کې خپل حضور کم کړي.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي چې د دوی د ادارې پر کارکوونکو تر بریدونو وروسته یې پرېکړه کړې چې په دغه هېواد کې خپل حضور را کم کړي.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې رئيسه مونیکا زیناریلي چې نن یې په کابل کې یوې خبرې ناستې ته خبرې کولې وايي چې د افغانستان په شمال کې په تېرو نهو میاشتو کې د دغې ادارې پر کارکوونکو درې ځله بریدونه شوي دي چې له امله یې د دغې کمیټې فعالیتونه اغېزمن شوي دي.

د دغې کمیټې رئیسه وايي چې دوی له مرکزي دفتر سره تر سلا مشورو وروسته دې پایلې ته ورسېدل چې په افغانستان کې خپل حضور کم کړي.

"موږ دې پایلې ته ورسېدو چې بله لار نه لرو بلکې دا چې په افغانستان، په ځانګړي ډول شمال کې خپل حضور او فعالیتونه کم کړو. له اوسه د کال تر پایه به په میمنه او کندز کې زموږ دفترونه وتړل شي او په مزار شریف کې به زموږ مرکزي دفتر ډېر محدود شي. کېدای شي د مزار شریف ارتوپیدي مرکز په نژدې وخت کې بیا پرانیستل شي، موږ پر دې غور کوو چې دا مرکز خپل یوه متعهد شریک ته وسپار".
په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې رئیسه مونیکا زیناریلي وايي چې دوی افغانستان نه پرېږدي او هڅه کوي چې خطرات را کم شي او په ښه توګه د جګړې له قربانیانو سره مرسته وکړي.

زیناریلي وايي چې د افغانستان په نورو سیمو کې هم د خپلو فعالیتونه په اړه له سره غور کوي او هڅه کوي چې په داسې طریقه بشري خدمات وړاندې کړي چې د دوی د کارکوونکو ژوند ته په کې زیان ونه رسیږي.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمېټه د خپلو فعالیتونو د کمولو پرېکړه وروسته له هغه کوي چې د تېر کال په ډسمبر کې د دغې ادارې یو کارکوونکی په کندز کې د څلورو اوونیو لپاره وتښتول شو.

تر دې وروسته د روان عیسوي کال په فبروري کې د دولت وسله والو مخالفانو د سره صلیب د ادارې پر کاروان په جوزجان کې برید وکړ چې د دغې ادارې شپږ کارکوونکي یې ووژل او دوه نور یې وتښتول چې نژدې اووه میاشتې وروسته خوشي شول.

د همدې کال په سپتمبر کې د دغې کمیټې اړوند یوه فزیوټراپیسټه د مزار شریف په ارتوپیدي مرکز کې د یوه ناروغ له خوا ووژل شوه.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې رئیسه وايي چې د دوی پرېکړې د د دوی د ادارې د کارکوونکو په امنیت پورې تړلې دي، که چیرې په افغانستان کې امنیت ښه شي دوی به خپلو فعالیتونو ته بیا دوام ورکړي.

د سره صلیب نړیواله کمېټه په افغانستان کې ۱۸۰۰ کارکوونکي لري چې ۱۲۰ یې بهرنیان دي، د دغې کمېټې مشره وايي چې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو له کمولو سره به د دوی افغان او بهرني کارکوونکي هم کم شي.

XS
SM
MD
LG