د لاس رسي وړ اتصالات

سور صلیب د افغانستان د ۱۰ زرو روغتیایي کار کوونکو معاشونه ورکوي


د سره صلیب کمیټې ویلي چې دا تنخواګانې به تر شپږو میاشتو پورې ورکول کیږي.
د سره صلیب کمیټې ویلي چې دا تنخواګانې به تر شپږو میاشتو پورې ورکول کیږي.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې (ICRC) ویلي چې د روغتیایي چارو د شاوخوا ۱۰ زرو مامورینو میاشتني معاشونه ورکوي.

دې کمیټې نن سه شنبه ډسمبر ۲۱ (لیندۍ۳۰) په ټویټر کې لیکلي چې د دې پریکړې له مخې به په ټول افغانستان کې په ۲۳ سیمه ایزو او ولایتي روغتونونو کې د روغتیایي چارو د مامورینو میاشتنۍ تنخواګانې ورکړل شي.

دې کمیټې په اعلامیې کې زیاته کړې چې دا تنخواګانې او د روغتونونو د فعال ساتلو لپاره لګښتونه او وسایل به تر شپږو میاشتو پورې ورکول کیږي.

په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي، " خلک باید روغتیایي خدماتو ته لاسرسی ولري او دا یوه لار ده چې مونږ یقیني کړو حیاتي روغتیایي زیربناوې فعالیت ولري".

دغه نړیوال سازمان پداسې وخت کې د افغانستان د روغتیایي مامورینو د تنخواګانو د ورکولو ژمنه کوي چې څه موده وړاندې خبرداری ورکړل شوي چې د افغانستان روغتیایي نظام سقوط ته نږدې شوی.

په افغانستان کې روغتیایي سیستم پداسې حال کې د سختیو سره مخامخ دی چې له یوې خوا ددې هیواد په روغتونونو کې د کویډـ۱۹ په بیمارۍ د اخته ناروغانو شمیر ډیر دی او له بلې خوا د دې ناروغانو د درملنې لپاره لازم دارو درمل هم په کافي اندازه نه پیدا کیږي.

د افغانستان-جاپان په روغتون کې مسؤلین وایي چې د روغتون بسترونه له ناروغانو ډک دي خو د اکسجین د تولید کولو په ماشینونو کې تیل نشته او تقریباً درې میاشتې کیږي چې په روغتون کې ډاکټرانو او کار کوونکو ته تنخواګانې ندې ورکړل شوي.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمن کیدو او بهرینو ځواکونو تر وتلو وروسته پدې هیواد کې خلک د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شول. څو میاشتې کیږي چې حکومتي مامورینو ته تنخواګانې ندي ورکړل شوي.

تر دې وړاندې په کابل کې د سردار محمد داود خان د روغتون ډاکټرانو او مامورینو اعتراض کړی و چې څو میاشتې کیږي تنخواګانې یې ندي ورکړل شوي. هغوي خبرداری ورکړی و که تنخواګانې یې ورنکړل شي، خپلې دندې به پریږدي.

XS
SM
MD
LG