د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنو کمیسیون: ټاکنې له سیاسي لوبو لرې وساتئ


افغان حکومت په افغانستان کې د ټاکنیز سیستم د اصلاحاتو لپاره یو کمیسیون ګمارلی چې د نږدې دوه میاشتو را په دیخو یې کار پیل کړی دی
افغان حکومت په افغانستان کې د ټاکنیز سیستم د اصلاحاتو لپاره یو کمیسیون ګمارلی چې د نږدې دوه میاشتو را په دیخو یې کار پیل کړی دی

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، دولت دې ټاکنې له سیاسي لوبو څخه لرې وساتي او له دې زیات دې د پارلماني ټاکنو د ترسره کولو د ځنډ لامل نشي.

دا څرګندونې، د دغه کمیسیون رئیس احمد یوسف نورستاني د چهار شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وکړې.

احمد یوسف نورستاني وویل، د ټاکنو د نیټې اعلانول د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون صلاحیت دی او کله چې یاد کمیسیون کومه نیټه اعلان کړي حکومت مکلف دی، چې د ټاکنو د ترسره کولو لپاره بودجه پیدا او امنیت یې ټینګ کړي.

هغه وویل "غواړم اعلان وکړم چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د هیواد د ټاکنو د پلي کولو د بنسټ په توګه له دولت څخه غواړي، چې ټاکنې له سیاسي لوبو څخه لرې وساتي او نور دې د پارلماني ټاکنو د ترسره کولو د ځنډ لامل نشي."

دغه راز، ښاغلي نورستاني وویل، د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنران د شپږو کلونو لپاره پر دندو ګمارل شوي او هیڅ څوک دا حق نه لري چې هغوي پرته له کوم مشهود جرم له دندې ګوښه کړي.

احمد یوسف نورستاني وویل "د قانون له مخې دوی څوک لرې کولی نشي خو دا چې څوک قانون تر پښو لاندې کړي او قانون ته درناوی ونکړي، چې دا د هیواد د راتلونکې لپاره ډيره خطرناکه ده، چې هرڅوک راشي، کومه ډله یا شخص د خپلو شخصي ګټو لپاره قانون د ځان قرباني کړي، نو زه فکر کوم چې د افغانستان ملت دې ته پام وکړي، دا کمیشنران د شپږو کلونو لپاره ټاکل شوي او د کمیشرانو د ګوښه کولو لپاره قانون صراحت لري چې په کوم حالت کې کمیشنر خپله دنده له لاسه ورکوي."

ښاغلي نورستاني له حکومت څخه وغوښتل چې د ټاکنو قوانینو ته درناوی او په کې د غیرقانوني تعدیل له راوستلو څخه ډډه وکړي.

احمد یوسف نورستاني زیاته کړه چې دوی د ټاکنیزو اصلاحاتو له کمیسیون سره همکاري لري او ځینې اسناد یې هم دغه کمیسیون ته سپارلي دي.

ښاغلي نورستاني وویل د ټاکنیزو اصلاحاتو له ټولو قانوني کړنو څخه ملاتړ او ورسره همکاري کوي.

په همدې توګه ښاغلي نورستاني له نړیوالې ټولنې څخه هم وغوښتل چې د افغانستان قوانینو ته درناوی او د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG