د لاس رسي وړ اتصالات

نورستانی: ولسي جرګې د ټاکنو مهالویش په دوشنبه اعلانیږي


ولسي جرګې نن د شنبې په ورځ د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس د ټاکنو د چمتوالي د هڅو په باب د توضیحاتو لپاره دغې جرګې ته ورغوښتی وو
ولسي جرګې نن د شنبې په ورځ د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس د ټاکنو د چمتوالي د هڅو په باب د توضیحاتو لپاره دغې جرګې ته ورغوښتی وو

د افغانستان د ټاکنو خپلواکه کمیسیون رئیس احمد یوسف نورستاني د شنبې په ورځ د ولسي جرګې غړو ته د دغې جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو په هکله د توضیحاتو په وخت وویل چې دا کمیسیون د ټاکنو د ترسره کولو لپاره چمتوالی لري او دوه ورځې وروسته به ددغو ټاکنو مهالویش اعلان کړي.

ښاغلي نورستاني وویل " مونږ د یو مسولې ادارې په توګه د ټاکنو نیټه د دوشنبې په ورځ چې ۱۳۹۴ کال د جدي د میاشتې ۱۸ او د ۲۰۱۶ کال د جنورئ د میاشتې د ۱۸ ورځې سره برابره ده، اعلان کړو، مونږ د ټاکنو د ترسره کولو لپاره په خپل ټاکنیر مهالویش کې ټاکنیز اصلاحات هم په پام کې نیولي دي".

د افغانستان د ټاکنو خپلواکه کمیسیون رئیس وویل چې دغه کمیسیون د افغانستان د جمهوري ریاست له ټاکنو وروسته درې ځلې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو پلان افغان حکومت ته سپارلی دی.

احمد یوسف نورستاني وویل چې افغان حکومت د دغه کمیسیون پلان ته پاملرنه ونه کړه او په ځای یې د ټاکنیزو کمیسیونونو د کمشنرانو د غوراوئ کمیټه چې ښاغلي نورستاني د قانون څخه بهر وګڼله جوړه کړه.

د افغانستان د ټاکنو خپلواکه کمیسیون رئیس په خپلو څرګندونو کې د ټاکنو لپاره د خپل کمیسیون د چمتوالي په هڅو هم وغږیده وې ویل چې ددغه کمیسیون د پلان له مخې به په راروانو ټاکنو کې د ښوونځیو څخه د رایې اچونې د مرکزونو په توګه کارواخیستل شي، د رایې اچونې نوي کارتونه به وویشل شي او د رایې ورکونکو لیست به ترتیب شي او د افغان حکومت د مامورینو په ځانګړي ډول له ښوونکو څخه د ټاکنو د لنډ مهالو کارکوونکو په توګه کار واخیستل شي.

هغه دا هم وویل چې د رایې اچونې مرکزونه هم پیژندل شوي او ځانګړي شوي، چې افغان امنیتي ځواکونو ته به وړاندې شي ترڅو امنیتي ارګانونه د دغو مرکزونو امنیت لپاره اقدامات وکړي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس د ټاکنو د مهالویش د اعلان په هکله دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د ټاکنیزو کمیسیونونو د کمشنرانو د غوراوئ کمیټې ویلي چې دا کمیټه به ژر د افغانستان د دوه ټاکنیزو کمیسیونونو د کمشنرانو د ټاکلو لپاره د هغو ۴۰۰ څخه د زیاتو کاندیدانو د نومونو له ډلې ۲۱ نومونه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د اوو کمشنرانو د غوره کولو او ۱۵ نور نومونه د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د پنځه کمشنرانو د غوره کولو لپاره جمهور رئیس ته وړاندې کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ځند له امله جمهور رئیس محمد اشرف غني دوه ځلې د دغې جرګې کار غځولی دی.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د ولسي جرګې د ۱۶ دورې کار د ۱۳۹۳ کال د سرطان په لومړۍ ورځ پای ته رسیدلی دی.

خو جمهوررئیس د افغانستان په ټاکنیز سیستم کې د اصلاحاتو لپاره د دغې جرګې کار د ولسي جرګې د نوو ټاکنو تر وخته غځولی دی.

همداشان جمهوررئیس غني د نوو انتصابي سناتورانو د غوره کولو تر وخته د ۳۴ انتصابي سناتورانو د کار موده هم غځولې ده.

د ټاکنو خپلواکه کمیسیون د ۱۳۹۴ کال د ثور د میاشتې دوهمه ورځ د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو لپاره ټاکلې وه، چې په ټاکنیز سیستم کې د اصلاحاتو په سر د جمهور رئیس او اجرائیه رئیس ترمنځ د نه موافقې له امله په دغه نیټه ټاکنې ترسره نه شوې.

XS
SM
MD
LG