د لاس رسي وړ اتصالات

نورستانۍ مسلمیار ته: نشم کولی غیربایومټریک رایې وشمېرم


د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشره وایې چې د قانون له مخې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې یواځې بایومټریک رایې معتبرې ګڼل کېږي.

حوا علم نورستانۍ له امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې کې ویلي چې د ټاکنو پروسه په "بایومټریکه طریقه" ترسره شوې او دوي غیر بایومټریک رایې شمېرلې نه شي.

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار د سه شنبې په ورځ (اکټوبر ۱) ویلي دي چې په زور به د کمېسیون پر مشرې غیربایومټریک رایې وشمېري.

میرمن نورستانۍ د مسلمیار خبرې د هغه شخصي نظر بولي او ټینګار کوي چې د قانون له مخې به خپلې چارې پرمخ بوځي.

د مسلمیار خبرو د ټولنیزو رسنیو د کارونکو او د جمهوري ریاست د ځېنو نوماندانو غبرګون هم راپارولی دی. د ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله د یوې اعلامیې په خپرولو سره له مسلمیار غوښتي چې له ټاکنیزو کمېسیونونو څخه بخښنه وغواړي. بل نوماند رحمت الله نبیل د مسلمیار خبرې "شرمونکې" بللې دي.

د ټاکنو پایله؟

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشره "هیله لري" په لومړي پړاو کې د ټاکنو ګټونکی اعلان کړي.

مېرمن نورستانۍ ویلي هر نوماند چې ۵۰+۱ رایې وګټي، د ټاکنو ګټونکی اعلانېږي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې د تېرې شنبې په ورځ د (سپټمبر ۲۸) وشوې. په داسې وخت کې چې د ټاکنو کمېسیون د رایو په شمېرلو بوخت دی، د محمد اشرف غني په مشرۍ د "دولت جوړونکي" او د عبدالله په مشرۍ د "ثبات او همالنې" ټاکنیزو ټیمونو د زیاتو رایو د ګټلو ادعا کړې ده.

مېرمن نورستانۍ وایې چې دوي د قانون له مخې د تلې په ۲۷ د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون او په کابل کې د ملګرو ملتونو خاص استازي له نوماندانو څخه غوښتي چې په خپل سر د بریا اعلان ونه کړي او د ټاکنو د کمېسیون فیصلو ته انتظار وباسي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له مشرې سره مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:06:20 0:00

XS
SM
MD
LG