د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسي جرگې ٩٢ نوماندان د ٧ ولایتونو له ابتدایي لست نه حذف شول

په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو لپاره د تلې د میاشتې ۲۸ مه ورځ ټاکل شوې ده
په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو لپاره د تلې د میاشتې ۲۸ مه ورځ ټاکل شوې ده

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دوو ورځو ځنډ وروسته نن د شنبې په ورځ (چنګاښ ۹مه) یوازې د اوو ولایتونو د ولسي جرګې د نوماندانو لومړنی لیست خپور کړ.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د معلوماتو له مخې په د غو اوو ولایتونو کې، چې کابل هم په کې شامل دی، د یو شمیر ښځینه نوماند انو په ګډون د ۹۲ نوماندانو نومونه د لمړني لیست څخه ایستل شوي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په اعلان شوي لیست کې د کابل سربیره د بامیانو، ارزګان، نیمروز، نورستان، خوست او د کونړ ولایت نوماندانو نومونه شامل دي

د ښاغلي ابراهیمي د وینا له مخې په کابل کې د اتو سوو نوماندانو څخه، چې د ولسي جرګې ټاکنو لپاره یې ځانونه کاندید کړي وو، ۷۳ تنو نومونه په اسنادو کې د ستونز و له امله له لیست څخه ایستل شوي دي.

هغه وویل په پاتې شپږو ولایتونو کې هم د ۱۹ نورو نوماندانو نومونه هم د ورته ستونزو له امله له لیست څخه ایستل شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، چې د پاتې اوویشت ولایتونو د نوماندانو د نومونو لیست به د شنبې د ورځې تر پایه اعلان کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مهال ویش له مخې ټاکل شوې وه، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو د نوماندانو د نومونو لیست د چنګاښ په اومه ورځ اعلان کړی وې، خو د ټاکنو کمیسیون په راروانو ټاکنو کې په زیات شمیر نوماندانو د دریدلو او دغه کمیسیون ته د اسنادو د ناوخته رسیدلو له امله په ټاکلې نیټه دا لیست اعلان نه کړی شو.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د شمیرنو له مخې یوازې د ولسي جرګې لپاره په ۳۴ ولایتونو کې دوه زره او درې سوه شپږ نوي نوماندانو ځانونه نومولي، چې ۳۸۱ یې ښځې دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG