د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنو کمیسیون: شاید د ولسي جرګې ټاکنې وځنډیږي


په افغانستان کې ټاکنې په لسګونه میلیونه ډالره لګښت لري
په افغانستان کې ټاکنې په لسګونه میلیونه ډالره لګښت لري

په داسې حال کې چې د ټاکنو خپلواکه کمیسیون د ولسي جرګې د ټاکنو د ترسره کولو لپاره د لازمو پیسو د نه برابریدلو په صورت کې نا معلومې نیټې ته د دغو ټاکنو د ځنډ خبر ورکړی، د ټاکنو د ملاتړ یو شمیر ټولنې په ټاکنو کې ځنډ له اساسي قانون څخه سرغړونه ګني.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمد نور امریکا غږ ته په یوه مرکه کې وویل چې د بل کال په سر کې د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره دغه کمیسیون د افغانستان د جمهوري ریاست سره یو لړ خبرې پیل کړې دي او له دغو بحثونو څخه دا څرګنده شوې ده چې ښايي د ولسي جرګې ټاکنې په خپل وخت تر سره نه شي.

نورمحمد نور وویل"ابتدایي بحثونه دا ښیي چې ډیره ګرانه به وي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته هغه لګښتونه چې د پارلماني ټاکنو لپاره په پام کې نیول شوي دي ترتیب او چمتو کړي".

د افغانستان په اساسي قانون کې د ۱۳۹۴ کال د ثور میاشت د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره ټاکل شوې ده.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو په ټاکنو به تر ۱۵۰ میلونو ډالرو پورې لګښت وشي.

د ولسوالیو د حدودو ټاکل

نورمحمد نور وویل په دې برخه کې یوه بله مهمه مسله دا ده چې افغان حکومت غواړي د ولسي جرګې د ټاکنو سره یو ځای د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې هم ترسره کړي چې د ښاغلي نور په وینا دا پخپله یو ستونزمن کار دی.

د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون ویاند وایي چې له یوې خوا په افغانستان کې د ولسوالیو حدود نه دي ټاکل شوي او له بلې خوا لا تراوسه هم په افغانستان کې د رایې ورکونکو د نومونو لست هم نه دی ترتیب شوی.

نورمحمد نور وایي چې ددغو چارو ترسره کول یوازې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کار نه دی بلکې یو شمیر نور ارګانونه هم په کې شریک دي.

نورمحمد نور د مثال په ډول د ولسوالیو د حدودو ټاکل د ولسي جرګې کار وباله.

د افغستان د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکه اداره وایي چې په دغه هیواد کې ټولې ۳۷۳ ولسوالۍ ثبت دي.

د دغو ولسوالیو پنځه یې د افغان حکومت د وسلوالو مخالفانو په واک کې دي.

په افغانستان کې د ولسوالیو د حدودو د نه ټاکل کیدلو له امله د ولایتي شوراګانو ټاکنې د ولایت په کچه تر سره کیږي.

د ټاکنو ځنډ او اساسي قانون

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې په ټاکنو کې د احتمالي ځنډ په باب دا څرګندونې په داسې حال کې کړي دي چې د افغانستان د ټاکنو د ملاتړ یو شمیرافغان ټولنې په ټاکنو کې ځنډ د اساسي قانون په خلاف بولي او وایي چې د افغانستان اساسي قانون د جمهوري ریاست د ټاکنو لپاره د نیټې د ټاکلو ترڅنګ د پارلماني ټاکنو لپاره هم نیټه ټاکلې ده.

د ازادو او عادلانه ټاکنو ټولنه فیفا چارواکو نن د یکشنبې په ورځ په کابل کې د پارلماني ټاکنو په باب یوې مشورتي غونډې ته وویل چې که چیرې د ځینو په ځایو دلایلو له مخې د ولسي جرګې ټاکنې ځنډول کیږي نو په کار دي په دې هکله د افغانستان د خلکو نظر هم واخیستل شي.

د فیفا یو چارواکی محمد نعیم اصغري دې غونډې ته وویل، که چیرې د ځنډ هدف د ټاکنو په سیستم کې اصلاحات وي نو په کار دي په دی هکله د نظر یوه اجماع رامنځ ته شي.

اصغري وویل" که چیرې د ټاکنو د سیستم د اصلاحاتو لپاره وخت ته اړتیا وي په هغه صورت کې کیدای شي چې یوه ملي مشوره ترسره شي او دا معلومه شي چې د ټاکنو د سیستم د اصلاح لپاره ټاکنې شاته اچول ممکن دي او که نه".

ددې غونډې برخه والو د افغانستان د ملي یووالي د حکومت له مشرانو څخه وغوښتل چې د ټاکنو د سیستم د اصلاح لپاره دې د افغانستان خلکو سره خپلې کړې وعدې عملي کړي ترڅو په ټولنه کې په ټاکنو د خلکو باور بیرته په ځای شي او د افغانستان منتخبې ادارې د لازم مشروعیت نه برخمنې شي.

XS
SM
MD
LG