د لاس رسي وړ اتصالات

صیاد: د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر په غځولو بحثونه روان دي


د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د نورو ولایتونو پرتله تر اوسه په کابل کې د ښځینه رایې ورکوونکو شمیر زیات دی.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د نورو ولایتونو پرتله تر اوسه په کابل کې د ښځینه رایې ورکوونکو شمیر زیات دی.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیس ګلاجان بدیع صیاد په داسې حال کې، چې وايي، د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې د بهیر په درییمه اونۍ کې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر ګړندې شوی او د تیرې پنجشنبې د ورځې تر مازیګر پورې شاوخوا یو میلیون وګړو خپل نومونه ثبت کړي، خو زیاتوي، چې دا کمیسیون د ولایتونو په مرکزونو کې د دغه بهیر په غځیدلو هم غور کوي.

ښاغلي صیاد امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل، چې د بهیر د غځیدلو په اړه لا تراوسه پریکړه نه ده شوې.

ښاغلي صیاد وویل " بحثونه شوي، خو تاسو پوهیږئ، د دغه بهیر د غځولو بهیر د هغو مامورینو اضافي معاشونو ته اړتیا لري، چې مونږ د نوم لیکنې لپاره ګمارلي او امنیتي ارګانونه هم د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې د مرکزونو د امنیت لپاره هم اضافي امنیتي تدابیرو ته اړتیا لري، په دې هکله خبرې شوي او انشاالله ژر به په پریکړه وشي".

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د وري په ۲۵مه د افغانستان د ۳۴ ولایتونو په مرکزونو کې د رایې ور کوونکو د نوم لیکنې بهیر پیل کړی دی.

د نوم لیکنې د بهیر د پیل په دوو لومړیو اونیو کې دا بهیر ډیر ورو پرمخ لاړ، خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، تیره اونۍ دا بهیر ګړندی شوی او د تیرې پنجشنبې تر مازیګر پورې شاوخوا یو میلیون رايې ورکوونکو خپل نومونه ثبت کړي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون یو کمشنر سید حفیظ الله هاشمي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې ترټولو شمیر ښځینه رایې ورکوونکو په کابل او ورپسې په کندهار کې د ټاکنو لپاره خپل نومونه ثبت کړي دي.

ښاغلي هاشمي وویل " شاوخوا پنځویشت او شپږویشت فیصده د ښځو ونډه ده او تر ټولو زیات شمیر نوم لیکنه د کابل په ولایت کې ده او ورپسې د کندهار ولایت دی، چې ورپسې بیا شمالي ولایتونونه دی".

ښاغلي هاشمي وویل، چې ترټولو په کم شمیر ښځو په نور ستان ولایت کې او ورپسې په میدان وردګ ولایت کې خپل نومونه ثبت کړي دي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مهالویش له مخې، د غوايي په ۲۲ مه د ولایتونو په مرکزونو کې د نوم لیکنې بهیر پای ته رسیږي او ورسره سم د غوايي په ۲۳ مه دا بهیر په ولسوالیو کې پیلیږي.

د تمې پر خلاف د ولایتونو په مرکزونو کې په کم شمیر رایې ورکوونکو خپل نومونه ثبت کړي دي.

د ټاکنو د څار د ادارو چارواکي د دې کار علت د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا د عامه پوهاوي د پروګرامونو نشتون ګڼي. خو د ټيفا په نوم د شفافو ټاکنو دڅار د ادارې رئیس محمد نعیم ایوبزاده د وینا له مخې امنیتي ګواښونو هم د دغه بهیر په ورو کولو کې ونډه لرله.

د اروپایي ټولنې ۱۵.۵ میلیونو ایرو مرسته

د بلې خوا په افغانستان کې د اروپایي ټولنې دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغې ټولنې په افغانستان کې د ټاکنو د بهیر او په ځانګړي ډول د ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون سره د ملګرو ملتونو د انکشافي پروګرام "یو این ډي پي" له لارې د پنځلس نیم میلیونو ایرو مر سته کړې ده.

د دغې مرستې تړون تیره ورځ په کابل کې د اروپايي ټولنې او د ملګروملتونو د ادارو د استازو ترمنځ لاسلیک شو.

XS
SM
MD
LG