د لاس رسي وړ اتصالات

نن ورځې ترپایه ټولو ولایونو ته د بایومټریک دستګاوې رسیږي


د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي د تلې په ۲۸ مه د افغانستان د رایې اجونې په ۵۱۰۰ مرکزونو کې د بایومټریک دستګاوو څخه کار واخلي
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي د تلې په ۲۸ مه د افغانستان د رایې اجونې په ۵۱۰۰ مرکزونو کې د بایومټریک دستګاوو څخه کار واخلي

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، نن د جمعې د ورځې (تلې ۲۰ مه) به د افغانستان ټولو ۳۳ ولایتونو ته د رایې ورکوونکو د پیژندګلوۍ لپاره د بایومټریک دستګاوې ورسول شي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون منشي او ویاند سید حفیظ الله هاشمي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دغه کمیسیون د جمعې د ورځې تر سهار د ۲۸ ولایتونو مرکزونو ته د بایومټریک دستګاوې رسولي دي.

ښاغلي هاشمي وویل " له نیکه مرغه د مرکزي زون پرته نورو ټولو ولایتونو ته د بایومټریک دستګاوې او د رایې ورکوونکو د نومونو لیستونه استول شوي دي".

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند وویل، نن به کاپیسا، میدان وردک، پنجشیر، لوګر او پروان ولایتونو ته هم دا مواد واستول شي.

ښاغلي هاشمي وویل، د ټولو ولایتونو مرکزونو او یو شمیر ولسوالیو ته هم د ټاکنو حساس او غیر حساس ټاکنیز مواد استول شوي دي.

وروستي لیست څخه د ځینو نوماندانو د ایستلو احتمال

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، دغه کمیسیون د تلې په ۶ مه د ټاکنیزو سیالیو د پیل وروسته د جمعې تر ورځې پورې په ټاکنیزو سیالیو کې د نوماندانو له خوا د سرغړونو په اړه ۱۵۰ شکایتونه ترلاسه کړي دي.

د دغه کمیسیون ویاند علي رضا روحاني امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د دغو شکایتونو شاوخوا سل یې ارزول شوي دي.

ښاغلي روحاني وویل، یو شمیر نوماندانو له خوا شوې سرغړونې ډیرې جدي دي او د دې امکان شته، چې د ټاکنو له وروستي لیست څخه د یو شمیر نوماندانو د نومونو د ایستلو سبب شي.

خو هغه وویل، په دې اړه لا پریکړه نه ده شوې.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ویاند د یو شمیر نوماندانو له خوا له حکومتي پوستو څخه استعفی نه ورکول، د یو شمیر نوماندانو قانوني محکومیت په اړه سرغړونې د بیلګې په توګه یادې کړې.

د تلې د ۲۸ ورځې په ټاکنو کې ۲۵۰۰ څخه زیات نوماندان، چې ۴۱۷ یې ښځې دي ولاړ دي.

XS
SM
MD
LG