د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې د یوې اونۍ لپاره وځنډیدلې


په کندهار کې د پنجشنبې د ورځې د پیښې وروسته نن د جمعې په ورځ د کندهار ښار په بشپړ ډول د امنیتي ارګانونو له خوا ټړل شوی.
په کندهار کې د پنجشنبې د ورځې د پیښې وروسته نن د جمعې په ورځ د کندهار ښار په بشپړ ډول د امنیتي ارګانونو له خوا ټړل شوی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا نن دجمعې په ورځ ( د میزان ۲۷ مه ) د ولسمشر غني په مشرۍ په فوق العاده ناسته کې په کندهار کې د ولسي جرګې سبانۍ ټاکنې د دغه ولایت وضعیت ته په کتنې د یوې اوونۍ لپاره ځنډولې دي.

د ولسمشر غني ویاند هارون چخانسوري په خپلې ټویټر پاڼې باندې لیکلي دي" د کندهار د خلکو او د ټاکنو د کمیسیون د وړاندیز سره سم، د ملي امنیت د شورا په فوق العاده ناسته کې پرېکړه وشوه، چې په کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې د یوې اوونۍ لپاره وځنډیږي".

د ولسمشر ویاند دا هم ویلي، چې دقیقه نېټه به د ټاکنو د کمیسیون له خوا اعلان شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون منشي او ویاند سید حفیظ الله هاشمي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په کندهار کې به د ولسي جرګې ټاکنې د لړم د میاشتې په پنځمه نېټه ترسره شي.

ښاغلي هاشمي وویل " د دې لپاره، چې روحآ دا خلک چمتو شي، د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو د قانون د یو سل او څلورمۍ مادې پر اساس د ملي امنیت شورا ته په کندهار کې د یوې اونۍ لپاره د ټاکنو د ځنډ وړاندیز وکړ، چې له نیکه مرغه د ملي امنیت شورا هم د یوې اونۍ له ځنډ سره موافقه وکړه".

په کندهار کې د ټاکنو ځنډ په دغه ولایت د کندهار د امنیه قومندان جنرال عبدالرزاق او د ملي امنیت د رئیس له وژل کېدو وروسته اعلان شوی دی.

جنرال عبدالرزاق تېره ورځ له غرمې وروسته د کندهار د والي په دفتر کې د امریکايي او ناټو ځواکونو له عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر سره له لیدنې وروسته په په ډزو ووژل شو.

نن په کندهار کې خاورو ته د جنرال رازق د سپارلو د مراسمو لپاره ټول ښار تړل شوی دی.

په ورته وخت کې ولسمشر غني نن د ملي امنیت د شورا په ناسته کې د وژل شوي ډګر جنرال عبدالرازق رتبه ستر جنرالۍ او د ملي امنیت وژل شوي رئيس عبدالمومن حسین خیل رتبه له ډګر جنرالۍ ته لوړه کړې ده.

XS
SM
MD
LG