د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په ۲۰۱۸ کال کې پارلماني انتخابات کوي


 افغانستان کې د ټاکنو د بهیر د اصلاح په سر د جمهوررئیس غني او اجرائیه رئیس عبدالله ترمنځ اختلاف د ټاکنو د ځنډ سبب شوی دی.
افغانستان کې د ټاکنو د بهیر د اصلاح په سر د جمهوررئیس غني او اجرائیه رئیس عبدالله ترمنځ اختلاف د ټاکنو د ځنډ سبب شوی دی.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د را روانو پارلماني انتخاباتو نېټه اعلان کړه.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د پنجشنبې په ورځ ( جولاۍ۲۲) د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو نيټه اعلان کړه. د کمېسیون مشر نجیب احمدزي خبریالانو ته وویل چې دا انتخابات به د ۲۰۱۸ کال د جولاۍ په شپږمه وشي.

ښاغلي احمدزي وویل "په ټاکنو کې له ټولو ذیدخلو خواو سره له اوږدو سلامشورو وروسته دې نتیجې ته ورسیدو چې د راتلونکو ټاکنو، یعنې ولسي جرګه او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو لپاره د ۱۳۹۷ کال د سرطان ۱۶مه نیټه د ټاکنو ملي ورځ اعلان کړو. د ټاکنو مهالویش دا معنی لري چې دا زموږ نهايي پریکړه ده."

خو نوموړي له حکومت نه وغوښتل چې د دغو انتخاباتو لپاره بودیجه ځانګړې کړي او امنیت دې هم ورته ټېنګ کړي "موږ خپل تدابیر نیولي دي او له حکومت څخه د بودیجې د برابرولو او امنیت ټینګولو غوښتنه کوو".

د ټاکنو د کمیسیون د اټکل له مخې پر دغو ټاکنو به تر ۲۲۰ میلیونو ډالرو لګښت راشي. دا کمیسیون تمه لري، چې نړیواله ټولنه ورته دا پیسې برابرې کړي.

په همدې حال کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو هم تیره شپه په نیویارک کې د امنیت شورا غونډې ته د خبرو پر وخت وویل جې د ټاکنو کمیسیون به د ولسي جرګې او ولسیوالیو د شوراګانو د ټاکنو نیټه د پنجشبې په ورځ اعلان کړي.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي ماموریت مشر له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغانستان ټاکتو ته جدي پاملرنه وکړي. هغه وویل چې دغو ټاکنو ته باید پوره تیاري ونیول شي، له ټکنالوژۍ او د نورو هیوادونو له تجربو څخه باید په ټاکنو کې ګټه واخېستل شي.

پارلماني ټاکنې باید دوه کال وړاندې ترسره شوې وای، خو د ملي یووالي د حکومت د مشرانو ترمنځ د ټاکنو په بنسټونو کې اصلاحات او د نویو چارواکو ګمارنې پرسر د راپورته شوو جنجالونو له امله دا ټاکنې وځنډولې، چې له امله یې د افغانستان ولسي جرګې غړو د د دوو کلونو لپاره له خپلې مودې زیات کار ته دوام ورکړی دی.

د ټاکنو د څار بنسټونو غبرګون

د افغانستان د ټاکنو او روڼتیا څار بنسټ "ایټوا" د ټاکنو خپلواک کمیسیون لخوا د راتلونکو پارلماني ټاکنو د نیټې اعلانولو څخه هرکلی کړی دی. د دغه بنسټ له خوا په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي چې "ایټوا" باوري ده چې د راتلونکو ټاکنو نیټه باید داسې په پام کې ونیول شي تر څو د رڼو ټاکنو ترسره کولو لپاره ټول اړین اصلاحات رامنځته شي او ټاکنې په غوره توګه پرته له کوم درغلیو څخه دایرې شي.

د افغانستان د ټاکنو او روڼتیا څار بنسټ د ټاکنو کمیسیون څخه غواړي تر څو د راتلونکو ټاکنو د چمتوالي په لړ کې د ټاکنیز بهیر پر شفافیت اوپراخه ګډون لپاره هڅه وکړي او پر ټاکنو د خلکو باور بیرته را ژوندی کړي.

همدا راز دغې ادارې د نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کړې چې د مدني ټولنو د نظارتي بهیر څخه د ملاتړ له لارې د افغانستان د ځوانې ولسواکۍ د پیاوړتیا په برخه کې خپله ونډه ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG