د لاس رسي وړ اتصالات

د عمران خان امریکا ته د دورې ایجنډا څه ده؟


عمران خان او ولسمشر ټرمپ به د جولایي په ٢٢ ملاقات وکړي
عمران خان او ولسمشر ټرمپ به د جولایي په ٢٢ ملاقات وکړي

د پاکستان صدراعظم عمران خان د روانې میاشتې په ٢١ نیټه امریکا ته سفر کوي او د ولسمشر ټرمپ سره به هم ملاقات وکړي.

د عمران خان د دورې د اعلان نه وروسته په رسنیو کې د دورې د ایجنډې په اړه تبصرې شویدي او دا چې د دواړو هیوادونو ولس به د مشرانو د دغه ملاقات نه څه هیلې لري.

د سیاسي چارو کارپوه حسن عسکري امریکاغږ ته وویل چې ولسمشر ټرمپ د پاکستان نه د افغانستان د سولې په پروسې کې همکاري غواړي او داسې بریښي چې هغه به د عمران خان سره د ملاقات په دوران کې زیاتره د افغانستان په مسله وغږیږي.

حسن عسکري دا هم وویل چې پاکستان به دا کوښښ کوي چې د امریکا سره خپلې اړیکې سمې کړي ځکه دغه د یوې مودې راهیسې ډیرې ښې نه دي. هغه زیاته کړه چې د پاکستان او امریکا ترمنځ تر ټولو لویه ستونزه د ترهگرۍ په اړه ده نو پاکستان به دا کوښښ کوي چې خپل دریځ وړاندې کړي.

ډاکټر عسکري وویل چې امریکا ته پکار ده چې د هند او پاکستان د اړیکو د بهترلو لپاره هم د خپل نفوذ نه کار واخلي خو هغه وویل چې د امریکا مفاد د افغانستان د مسلې په حل کې دی.

په واشنگټن کې د جنوبي اسیا د چارو کارپوه مارون وانیبام امریکاغږ ته وویل چې د عمران خان واشنگټن ته سفر په دوران کې به زیاتره خبرې طالبانو او ترهگرو سره د مرستو په اړه وشي او د سوداگرۍ په مسله به هم خبرې کیږي.

مارون واینبام دا هم وویل چې داسي ښیي دغه دواړه مشران به یو بل ته د زیات درناوې او احترام وښیي. هغه وویل: "پاکستان به اوس دا وایي چې د طالبانو د خبرو میز ته په راوستلو کې یې مهم کردار لوبولی دی، نو ځکه دې امریکا اوس په هغوي زیات باور وکړي. پاکستان غواړي چې د امریکا سره یې دفاعي اړیکې بیا روغې شي."

د کارپوهانو په وینا که د عمران خان او د ټرمپ د ملاقات په نتیجه کې د دواړو مشرانو دوستي وشوه نو دا به د پاکستان په گټه وي.

XS
SM
MD
LG