د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن وايي امریکا ته د عمران خان د سفر په اړه معلومات نلري


پاکستاني مطبوعات وايي ښايي عمران خان همدا روانه میاشت واشنګټن ته ولاړ شي
پاکستاني مطبوعات وايي ښايي عمران خان همدا روانه میاشت واشنګټن ته ولاړ شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت واشنګټن ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د سفر په اړه په خپرو شویو راپورونو بې خبري ښودلې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره اونۍ اعلان وکړ چې عمران خان به له ولسمشر ټرمپ او نورو امریکايي چارواکو سره د خبرو لپاره د جولاۍ په۲۲ نيټه امریکا ته سفر وکړي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګن اورتاګوس وايي تر کوم ځای چې هغه معلومات لري، تر دې دمه سپینې ماڼۍ امريکا ته د پاکستان د لومړي وزیر سفر تاید کړی نه دی.

میرمن اورتاګوس په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل"ما هم هغه راپورونه چې تاسو یاد کړل لوستي دي، خو د د دغو راپورونو د تاييد لپاره باید له سپینې ماڼۍ پوښتنه وکړو. موږ د بهرنیو چارو په وزارت کې په دې اړه د ویلو لپاره څه نلرو."

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل ویلي دي چې امریکا ته د عمران خان د سفر په اړه په نظر څرګندولو کې باید احتیاط وشي.

نوموړي ویلي دي چې امریکايی او پاکستاني چارواکي د دغه سفر په اړه په خپلو کې سره په اړيکه کې دي او په یو مناسب وخت کې به یې اعلان وکړي.

په همدې حال کې پاکستاني مطبوعاتو کې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې عمران خان غواړي واشنګټن ته دسفر پر مهال د خپل سفیر په کور کې پاتې شي چې د هوټل پېسې سپما کړي.

له کومې ورځې چې عمران خان د پاکستان صدراعظم شوی دی، د اسلام اباد او واشنګتن اړیکې ښې نه دي.

د امریکا ولسمشر پاکستان د ترهګرو په پاللو او روزولو تورنوي او ګواښ یې کړی و که پاکستان د اورپکو ډلو پر ضد جدي اقدامات ونکړي، مالي مرستې به ورباندې بندې کړي.

XS
SM
MD
LG