د لاس رسي وړ اتصالات

د امام صاحب ولسوالي په انځورونو کې


د امام صاحب ولسوالي په انځورونو کې
د امام صاحب ولسوالي په انځورونو کې

امام صیب زراعتي ولسوالۍ ده، شولې ریبل شوي، ځای ځای د شولو پخاله ډیرۍ، ډیرۍ پرته ده او په سر یې محلي قومي وسله وال چې د دولت د مخالفو پر وړاندې فعالیت کوي له وسلو سره لیدل کیږي، سرحدي پولیس هم ګزمې کوي.

د امام صیب ولسوالۍ کلیو ته په وړو موټرو کې تګ ګران دی، ځکه په تیرو دوه یا درې کلونو کې ددغې ولسوالۍ د کلیو په سرکونو کاړ یا جغل نه دی اچول شوی، که څه هم د ګورتیپې په څیر په دغه سیمه کې د جګړو ښکاره نښې نه لیدل کیږي، خو تاثیرات یې له ورایه ښکاري، سرکونه داسې خټه دي چې پیاده تګ هم ستونزمن دی.

د سورلیو موټرونه د خامو سرکونو په خټو داسې لیت پیت وي چې یوازې ښکاري چې موټر دی، د پل مدیر د سیمې یو تن اوسیدونکې ددغې سیمې د ستونزو په اړه وایې: "سرک خراب دی، پول خراب دی، پلچک نشته، پاکې اوبه نه لرو، سرحدي پولیس راغلي او امنیت دی، مکتب خراب دی، کلینک نشته، تیره ورځ یو تن وفات شوی و ، بډې مو وهلې وې په سرک کې تګ نه کیده"

نوموړې له دولت څخه په خپله سیمه کې د بیارغونې او امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي: "دولت باید د خلکو ستونزو ته پاملرنه وکړي، کنه همداسې به خلک په یوه او بل پسې روان وي، تر اوسه خلک له کورونو نه شو راوتلاې، له دولت نه امینت غواړو، د سرک جوړول غواړو، کلینک غواړو، مکتب جوړول غواړو، او برق خو بیخی نه پیژنو، نورو سیمو ته چې لاړ شو او بیرته راشو مونږه داسې یو چې په انسانانو کې شمار نه یو"

د امام صیب ولسوالۍ د ځنګله سیمه چې د امو سیند په غاړه پرته ده، د امنیت د ساتنې چارې یې له سرحدي پولیسو سره دي، د تاڼه یکه توت د سیمې د سرحدي پولیسو قوماندان زلمی وایې چې دغه سیمه دولت له پامه غورځولې وه: "پخوا دغه خلک له حکومت نه ناراضه وو، دغه سیمه له کلینک، مکتب او نورو ستونزو نه ورورسته پاتي ده، نو طالبانو له دغې خالیګاه استفاده وکړ او سیمه یې ونیوله"

د پل مدیر او ځنګله په سیمه کې تنکي ځوانان د شول په ریبل شو پټو کې توپ ډنډه کوي او یو شمیر کلیوال یې سیل ته ناست دي څو تنه تنکي ځوانان د خپلې سیمې حالت داسې بیانوي:

" مونږ سوله غواړو طالبانو به ویل چې مکتب ته مه ځئ او دریشي مه اغوندۍ، هره ورځ به جنګ و، طالب او پولیس خو یو ورور دی خو دوي په خپل مینځ کې جنګیږي، مونږ له دولت نه غواړو چې د زده کوونکو لپاره په ژمي کې کورسونه جوړ کړي چې نوی کال پیل کیږي نو یو څه به یې زده کړي وي"

د پل مدیر او ځنګله د سیمې ګڼو ونو د ژمي د یخنۍ له امله پاڼې غورځولي دي، ددغې سیمې خټین کورونه د ونو په مینځ کې له ورایه ښکاري، یو شمیر ځوانان چې د ښکار شوقیان دي بادي ټوپکونه یې په اووږو دي او په ښکار پسې ګرځي.

XS
SM
MD
LG