د لاس رسي وړ اتصالات

د پیسو نړیوال وجهي صندوق پاکستان ته د پور ورکولو په هکله پریکړه کوي


ټاکل شوې چې د پیسو نړیوال وجهي صندوق (آی ایم ایف) اجرائیوي هیت را روانه دوشنبه (اګست۲۸) غونډه وکړي او پریکړه وکړي چې آیا پاکستان ته څه باندې ۱ ملیارد ډالر پور ورکړي او که نه.

د آی ایم ایف دا پریکړه پداسې حال کې کیږي چې پاکستان بهرنیو مالي مرستو ته د اقتصاد د له منځه تللو د مخنیوي لپاره سخته اړتیا لري. په پاکستان کې له یوې خوا د شیانو بیې لوړې شوې او له بلې خوا د بهرنۍ شتمنۍ اندازه هم ټیټه شوې.

د پاکستان پولي واحد (روپیه) هم خپل دریمه برخه ارزښت د لاسه ورکړی او د جولای په میاشت کې د ډالرو په مقابل کې یې نرخ دومره ټیټ شوی و چې په تاریخ کې ساری نلري.

د حکومت لخوا اعلان شوي معلومات ښیي چې په پاکستان کې انفلاسیون ۲۵ سلنې ته پورته شوی و او د غوړیو او نورو خوراکو موادو بیې هم دوه چنده پورته شوې وې.

د پاکستان اقتصاد تر ډیره په بهرنیو پورونو او وارداتو ولاړ دی خو د حکومت معلومات ښیي چې پاکستان د بهرنیو هیوادونو او پور ورکوونکو دومره پور وړی دی چې د دې هیواد د ناخالصه تولیداتو ۸۰ فیصده کیږي.

سره لدې چې پاکستان وکړی شو په تیرو شپږو اونیو کې د چین، سعودي عربستان، قطر او عربي متحده اماراتو څخه د ۱۲ ملیاردو ډالرو په اندازې د پور ورکولو او مالي مرستو ژمنې تر لاسه کړي خو د نړیوال بانک او نورو نړیوالو پور ورکوونکو د مالي مرستو دا ژمنې یوازې په هغه صورت کې عملي کیدی شي چې د پیسو نړیوال وجهي صندوق پاکستان ته د ۱.۲ ملیارد ډالرو پور ورکول منظور کاندي.

سره لدې متحده ایالات د پیسو د نړیوال وجهي صندوق لخوا چې تر ټولو ستر مالي ملاتړی یې هم دی، پاکستان ته د پور ورکولو ملاتړ کوي خو کارپوهان پدې اند دي چې په افغانستان کې د شل کلنې جګړې له کبله متحده ایالاتو هم هغه شان مالي مرستې ددې ادارې سره ندي کړي.

د امریکا د سولې په انسټیټوټ کې د جنوبي آسیا د پروګرامونو مشره تمنا سالیک الدین وایي متحده ایالات ځکه د پاکستان سره د مالي مرستو ملاتړ کوي چې نغواړي د افغانستان په ګاونډ کې کړکیچ یې په ګټه ندی او دا چې د ترهګرۍ ضد مبارزې ګټې، د اتومي وسلو خوندیتوب او ثبات هغه څه دي چې د امریکا ملي ګټې پکې نغښتې دي.

د میرمن سالیک الدین په وینا د واشنګټن او بیجنګ تر منځ په سیالۍ کې پاکستان ته په کار ده چې د اقتصادي مرستو تر لاسه کولو لپاره داسې دریځ غوره کاندي چې یو اړخ خوا ته هم ډیر نه وي مایل.

د پیسو نړیوال وجهي صندوق په ۲۰۱۹ کال کې د اسلام آباد سره د ۶ ملیارد ډالرو پور ورکولو ژمنه کړې وه خو دا چې پاکستان د خپلو پالیسو په اصلاحاتو کې د دې نړیوالې ادارې شرایط نه و پوره کړي، مالي مرستې هم وځنډیدي.

XS
SM
MD
LG