د لاس رسي وړ اتصالات

زرګونه نوي کډوال اطریش ته ورسېدل


د شمېرو له مخې شاوخوا ۴۳۰۰۰۰ مهاجر د ښه ژوند په خاطر اروپايي هېوادونو ته ور روان دي چې ډېر یې سوریایان او عراقیان دي.

اطریش د شنبې په سهار په دوو جلا سرحدي سیمو کې شاوخوا ۳۰۰۰ نویو مهاجرو ته ښه راغلاست وویل.

د کډالو د ۱۵۰۰ کسانو یوه ډله له هنګرې څخه په خپلو پښو د اطریش سرحدي ښار، نیکلسډورف ته ورسېدله چې بیا پولیسو او د سره صلیب کارکوونکو په بسونو کې ویانا ته انتقال کړله.

د اطریش یو بل سرحدي ښار، هیلیګنکروز ته بیا ۱۶۰۰ نور کډوال ورسېدل چې، د هنګري حکومت په بسونو کې تر دغه ښاره رسولي وو او د اطریش پولیسو بیا د ویانا او د دغه هېواد دویم لوی ښار، ګریز ته په نورو بسونو کې انتقال کړل.

د اتریش یو پولیس وویل" موږ تصویرونه ګورو چې د سرحد په بلې غاړې کې له خلکو سره ناوړه چلن کیږي. موږ د اطریش پولیس، د اطریش د پوځ په مرسته له خلکو سره بل ډول چال چلن کوو. موږ هڅه کوو چې خلک ارام وساتو او د باور فضا جوړه کړو چې تر دې دمه په دغه کار کې بریالي یو. خلک د بل هېواد په پرتله په اطریش کې خوندي احساس کوي او دا زموږ دواړه په ګټه ده."

په همدې حال کې د جمعې په ورځ کروشیا ۱۰۰۰ کډوال په بسونو او اورګاډو کې کېنول او هنګري ته یې واستول. کروشیا وايي دوی نور د کډوالو د ساتلو هېڅ ګنجایش نلري.

د جمعې په ورځ د کروشیا لومړي وزیر زوران میلانیوک وویل چې هېواد به یې د کډوالو پر مخ خپل سرحد ونه تړي، خو مهاجر به مخامخ هنګري ته واستوي.

د اروپا د کمیسیون نوي خپاره شوي ارقام ښيي چې د اپریل او جون په میاشتو کې داروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې د پناغوښتونکو ۸۵فیصده، د تېر کال د پناغوښتونکو ټولې شمېرې سره برابر دي.

په ۲۰۱۵ کال کې تراوسه د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې ۲۱۳۰۰۰ کسانو د پنا غوښتنې کړي دي. په دغو هېوادونو کې جرمني تر نورو ډېر کډوال منلي دي .

د شمېرو له مخې شاوخوا ۴۳۰۰۰۰ مهاجر د ښه ژوند په خاطر اروپايي هېوادونو ته ور روان دي چې ډېر یې سوریایان او عراقیان دي.

د کډوالو د چارو څارونکي وايی چې په ۲۰۱۵کال کې اروپا ته روان شاوخوا ۳۰۰۰ زره کډوال په سمندر کې د کښتیو د ډوبېدو په پېښو کې مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG