د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: ۲۰۱۵ کال د کډوالو لپاره مرګونی کال و


په تېرو ورځو کې پنځه کښتۍ چې له مهاجرو نه ډکې وې ډوبې شوې چې یو شمېر مهاجرو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په تېرو ورځو کې پنځه کښتۍ چې له مهاجرو نه ډکې وې ډوبې شوې چې یو شمېر مهاجرو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې په راپور کې ویل شوي چې سږکال اروپا ته په لاره د مدېترانې په سمندر کې٣٣٥٠ کسان په اوبو کې ډوب او مړه شوي؛ دغه شمېره تېرکال ٣٢٧٩ وه.

د کډوالو ډېرې کښتۍ د ختیځې مدیترانې په لاره کې د یونان د لیبس او سموس په ټاپوګانو او یا ټاپوګانو ته په لاره ډوبې شوي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان وایي چې د څه باندې درې نیمې اوونۍ په موده کې ۴٣٥ سړي، ښځې او ماشومان په اوبو کې ډوب شوي او مړه شوي دي.

د مهاجرت د نړیوال سازمان ویاند جوئیل میلمین وایي داسې نه ښکاري چې دغه پېښې دې کمې شي.

هغه وویل "مونږ ته معلومه ده چې په تېرو٢۴ ساعتونو کې د یونان له ساحل سره څېرمه لږ ترلږه ٢٢ کسان په سړو اوبو کې ډوب شوي او۴٠ تنه د جمعې په سهار په هسپانیا کې مړه شوي دي. مونږ اندیښمن یو ځکه چې موسم سوړشوی خو داسې نښې نه لیدل کېږي چې په سمندر کې به ددغو مهاجرو ډله ییز مرګونه ختم شي."

په تېرو ورځو کې پنځه کښتۍ چې له مهاجرو نه ډکې وې ډوبې شوې چې یو شمېر مهاجرو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د مهاجرت نړیوال سازمان وایي د اکتوبر په اته ویشتمه د لرګیو دوه کښتۍ د یونان د لیبس ټاپو سره نژدې او دوه نورې چې پنځه سوه مهاجر په کې سپاره وو، د اګاټونسټ له ټاپو نه لیرې د سمندر په طوپاني څپو کې غرقې شوې.

له بلی خوا د مهاجرو د چارو لپاره د ملګرو ملتونوعالی کمشنرۍ خبرداری ورکوي چې په سوریې کې د دوامداره جنګ، ظلم او تیري له امله هره ورځ په زرګونو ملکي وګړي اړ کېږي چې نورو ملکونو ته مخه کړي.

د ملګرو ملتونو ددغې نړیوالې ادارې ویاند اندریان ائیډورډز امریکا غږ ته وویل لازمه ده چې د سمندر د خطرناکې لارې پرځای ددغو محتاجو کسانو د سفر لپاره یوه مصونه او قانوني لاره ولټول شي.

هغه وايي "ضروري ده چې ددغو خلکو د سفر لپاره د یوط قانوني او خوند لارې د لټولو لپاره کلکه اراده موجوده وي؛ دا وخت ګورو چې په سلګونو کسان هره ورځ د سمندر په لاره او یا په وچه لاره اروپا ته د تګ هلی ځلی کوي او یو شمیرخپل هدف ته د رسیدو نه مخکې ژوند له لاسه ورکوي."

د سوریې کډوال

د ملګروملتونو د مامورانو له قوله کوم کډوال چې په سوریې کې دننه بی کوره شوي دي، د ژوند وضع یې خرابه او په ډېرو بدو شرایطو کې اوسیږي.

د بشري چارو لپاره د ملګرو ملتونو د انسجام اداره وايي چې په جنګ ځپلو ښارونو کې اوسېدونکي دومره تنګ دي چې په عاجله توګه بشري مرستو او مصونیت ته اړ دي.

مسوولین وایي چې دا وخت دیارلس نیم میلونه خلک په سوریې کې پاتې دي چې د دې جملې نه یې سم نیمایي ماشومان او ښځې دي چې په ډېر سخت غربت کې ژوند کوي او د تیرو لسو میاشتو په موده کې د جګړو له امله دغو خلکو سره یوعشاریه دوه میلونه نور بې کوره شوي هم یوځای شوي دي.

ملګري ملتونه وايي دغه خلک له هر ډول خوراکي او روغتیایي سهولتونو نه محروم دي او له لوږې ګالي.

ملګري ملتونه وایي چې شپږ نیم میلیونه کسان په خپلو سیمو کې بی کوره شوي دي او څلورعشاریه دوه میلونه نور په ګاونډیو ملکونو کې مهاجرت کوي.

د ملګرو ملتونو د مرستو رسولو د چارو د تنظیم د ادارې ویاند ائنزلائرکي وایي چې مرسته کوونکي ادارې نه شي کولی په اسانۍ ورته مرستی ورسوي "څلورنیم میلونه خلک په هغو سیمو کې پراته دي چې دوامداره جنګونه په کې روان دي او مرسته رسول سخت دي؛ یوازې په ډېر لږ شمېر نیستمنو خلکو ته مرستی رسول شوي دي."

ویاند امریکا غږ ته وویل چې د سوریې کومو ښارونو ته چې رسیدګي نشي کېدی هغه سیمې په کې شاملیېدي چې څلور سوه زره ملکیان په کې ګېر پاتې دي.

XS
SM
MD
LG