د لاس رسي وړ اتصالات

سږکال یو میلیون کډوال اروپا ته تللي


ملګري ملتونه وايي په ۲۰۱۵ کال کې شاوخوا ۲۰۰زره افغانانو په اروپا کې پنا غوښتې ده.
ملګري ملتونه وايي په ۲۰۱۵ کال کې شاوخوا ۲۰۰زره افغانانو په اروپا کې پنا غوښتې ده.

د مهاجرینو نړیواله اداره واېي چې په ٢٠١٥ کال کې د هغو کډوالو شمیر چې اروپا ته داخلیږي ، د یو ملینون نه زیات شوی دی. دا د دوهمي نړیوالې جگړې نه ورسته تر ټولو زیات شمیر دی.

په ژنیو کې مېشتې د بشري حقوق دغې اداری د سې شنبې په ورځ د مهاجرینو شمیر لس لکه، پنځه زره او پنځه سوه څلور کسه ښوولې دی.

دغه مهاجر د افریقا او منځني ختیځ نه په مختلفو لارو اوروپا ته را اوړي. دا شمیر د تیر کال په پرتله څلور ځله زیات دی.

دغه رپورټ واېی چې د دغو مهاجرینو نیماي شمیر د سوریې خلک دي. د سوریې په جگړه کې تر اوسه پوری د دوو لکو پوری خلک وژل شویدی او په ملینونو یې بیکوره شو يدي. د سوریې د مهاجرینو نه ورسته بیا د افغانستان او عراق نه په ډیر لویې شمیر مهاجرینو اورپا ته پناه وړي ده.

د مهاجرینو نړیواله اداره یا آي اوی ایم واېي چې په دغو کې ٣٥٠٠٠ مهاجر د ترکیې نه یونان او بلغاریې ته راغلي دي.

ملګري ملتونه وايي په ۲۰۱۵ کال کې په اروپا کې د پناه غوښتونکو نژدې ۲۰ فیصده (۲۰۰ زره) یې افغانان دي.

افغان حکومت څه موده وړاندې اعلان وکړ چې په ۲۰۱۵ کال کې شاوخوا ۱۵۰ زره افغانان اروپا ته مهاجر شوي دي.

په جرمني کې چارواکي وايي په تېرو ۱۲ میاشتو کې څه باندې ۸۰زره افغانانو په دغه هېواد کې پنا غوښتې ده.

په افغانستان کې روان تاوتریخوالی، بیکاري او د راتلونکي په اړه ناامیدي له هېواد څخه د افغانانو د وتلو مهم علتونه بلل کیږي.

ملګري ملتونه وايي په ۲۰۱۵ کال کې ۳۶۰۰ کسان اروپا ته پر لار مړه شوي دي؛ د دوی ډېره برخه د یونان او ترکيې ترمنځ لاره کې په سمندر کې ډوب شوي او مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG