د لاس رسي وړ اتصالات

کډوالو د هنګري د سرحد د پرانیستلو لپاره لاریون پیل کړ


لاریون کوونکي شعارونه ورکوي "ډوډۍ او اوبه نغواړو، خو د هنګري سرحد راته دې پرانیزي."
لاریون کوونکي شعارونه ورکوي "ډوډۍ او اوبه نغواړو، خو د هنګري سرحد راته دې پرانیزي."

د شنبې په ورځ سلګونو کډوالو په یوې مظاهرې کې د هنګري د حکومت د هغې پرېکړې پر ضد لاریون پیل کړ، چې د کډوالو پر مخ یې خپل سرحد تړلی دی. لاریون کوونکو د بلګراد له ښار څخه د هنګري تر سرحد پورې به په پښو ځي چې، شاوخوا ۲۰۰ کیلیو مېتره لار ده.

په کډوالو کې یې ډېر ځوانان دي شعارونه ورکوي چې "ډوډۍ او اوبه نغواړو، خو د هنګري سرحد راته دې پرانیزي."

تر دې مخکې د هنګري حکومت د دغې پرېکړې د ملاتړو او مخالفانو ترمنځ په یوې بلې مظاهرې کې شخړه هم وشوه، خو پولیسو حالت کنترول کړ.

په صربیا کې شاوخوا ۶۰۰۰ کډوال ایسار پاتې دي، هنګري سرحدونه تړلي دي او د کډوالو د نیولو او تعقیب لپاره یې امنیتي ګزمې هم زیاتې کړي دي.

د افغانستان، عراق، سوریه او نورو هېوادونو لسګونه زره کډوال د بالکان لهلارې اروپا ته ولاړ، خو دغه لار تېر کال وتړل شوه او قاچاقبران او کډوال اوس د یوې بلې لارې په لټون دي.

د صربیا ولسمشر تومیسلاو نیکولیک وویل چې هېواد به په خپلو سرحدونو باندې کوم دیوال جوړ نکړي، خو د مقدونیې او بلغاریا په سرحدونو کې به ډېر امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کوي، چې د کډوالو د ناقانونه وراتګ مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG