د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهوري ریاست پر ټاکنیزو سیالیو د سولې خبرو اغیزه کړې


د افغانستان جمهوري ریاست د تلې شپږمې ورځې ټاکنو ته ۱۸ نوماندان ولاړ دي.
د افغانستان جمهوري ریاست د تلې شپږمې ورځې ټاکنو ته ۱۸ نوماندان ولاړ دي.

د ټاکنو د څار د یو شمیر ادارو چارواکي وايي، د امنیتي ستونزو ترڅنګ د وسله والو طالبانو سره د امریکا د حکومت د سولې روانو خبرو هم په افغانستان کې پر روانو ټاکنیزو سیالیو اغیزه کړې او دا بهیر یې ډیر ورو کړی دی.

نن جمعه د ۱۳۹۸ لمریز کال د جمهوري ریاست د ټاکنیزو سیالیو پنځه ورځ هم په کابل کې د جمهوري ریاست د نوماندانو له خوا د کومې لوی غونډې د جوړیدو پرته پای ته ورسیدله.

د تیرې یکشنبې د ورځې راهیسې، چې دا۶۰ ورځینی کمپاین پیل شوی، د جمهوري ریاست د یو شمیر نوماندانو له خوا په ښارونو کې د خپلو ټاکنیزو ټیمونو د عکسونو او پوسټرونو د لګولو پرته نورې پراخه غونډې نه دي جوړې شوي.

تراوسه جمهور رئیس محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او ګلبدین حکمتیار د خپلو ټاکنیزو پروګرامونو د اعلان لپاره په کابل کې غونډې جوړې کړي دي.

ټاکل شوې د رحمت الله نبیل ټاکنیز ټیم به هم سبا خپله لومړۍ ټاکنیزه غونډه جوړه کړي.

د جمهوري ریاست د نوماندانو شورا، چې شاوخوا لس نوماندان په کې شامل دي په ټاکنو کې د ملي یووالي د حکومت د مشرانو د لاس وهنو د اندیښنو په اعتراض کې تراوسه ټاکنیز کمپاینونه نه دي پیل کړي.

د ټاکنو د څار یو شمیر ادارې امنیتي اندیښنې او د سولې د بهیر چټکتیا د ټاکنیز کمپاینونو د نه پیلیدلو په برخه کې د مهمو عواملو په توګه یادوي او وايي، چې دغو مسلو یو شمیر نوماندان د کمپاینونو د پیلولو په برخه کې زړه نا زړه کړي دي.

د فیفا په نوم د ازادو او عادلانه ټاکنو د څار د ادارې اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي، د کابل سربیره په ولایتونو کې هم د دوه درې نوماندانو له خوا د ټاکنیزو سیالیو پرته د نورو نوماندانو له خوا ډیرې ټاکنیزې سیالۍ نه تر سترګو کیږي .

ښاغلی رشید وايي امنیتي، مالي ستونزې او د سولې روانې هڅو د افغانستان د جمهوري ریاست پر ټاکنیزو سیالو سیوری اچولی دی.

ښاغلي رشید وویل "ځینې نوماندان او د دوی سیاسي ملګري په دې اند دي، چې شاید ټاکنې د سولې د مسایلو څخه اغیزمنې شي، دا چې د امریکا متحده ایالات د طالبانو سره هوکړه کوي او بالاخره د هغې تاثیرات به پر ټاکنو څخه وي د همدې له امله هغوی دې ته زړه نه ښه کوي، چې د مالي پلوه مصارف ومني".

ټاکنو خپلواک کمیسیون

پر ټاکنو د سولې د بهیر د اغیزو سره سره د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، چې د تلې په شپږمه به خامخا ټاکنې ترسره کیږي.

د دغه کمیسیون د دارلانشا رئیس حبیب الرحمان ننګ امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د کمیسیون د پلان له مخې به ټاکنې په ۵۳۸۸ مرکزونو کې په ۳۴ ولایتونو کې ترسره شي.

ښاغلي ننګ وویل " د دغو مراکز په اړه معلومات د افغان امنیتي ځواکونو سره شریک شوي دي او امنیتي ارګانونو عملآ امنیتي پلان جوړ کړی دی او مونږ به په دغو مراکزو کې ټاکنې ترسره کړو".

ملګري ملتونه هم وايي، چې د جمهوري ریاست د را روانو ټاکنو لپاره د افغانستان د ټاکنیزو کمیسیونو سره ګډ کار کوي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړی استازی تدامچي یاماماتو وايي، په دوه ټاکنیزو کمیسیونونو کې د څلورو نړیوالو بهرنیو کمیشنرانو د کار ترڅنګ، چې دغو دواړو کمیسیونونو ته سلامشوري ورکوي د ټاکنو په برخه کې ۴۳ بهرني کارپوهان هم د تلې د ټاکنو لپاره ټاکنیزو کمیسیونونو سره کار کوي.

ښاغلي یاماماتو وویل " د ملګرو ملتونو له خوا د ټاکنو د پروژو د ملاتړ ۴۳ نړیوال او ۱۳۴ افغان ماهرین د ټاکنو په کمیسیون او ټاکنیزو شکایتونو په کمیسیون کې کار کوي.دا کسان تخنیکي مرستې برابروي، مشوره ورکوي ، مالي ملاتړ برابروي او د خریدارۍ په برخه کې کمیسیونونو سره مرسته کوي".

ټاکنو د بودیجې مصرف

د افغانستان د جمهوري ریاست د تلې د شپږمې ورځې د ټاکنو لپاره ۱۴۹ میلیونه ډالره په پام کې نیول شوي دي.

د دغو پیسو ۹۰ میلیونه یې افغان حکومت د خپلې بودیجې او پاتې ۵۹ میلیونه یې د نړیوالې ټولنې له خوا برابریږي.

د نړیوالې ټولنې پیسې تر ډیره د ټاکنو د رایو پاڼو او ټاکنو د شفافیت لپاره د ټکنالوژۍ په برابرولو په مصرف رسیږي.

ټاکل شوې د افغانستان را روانو ټاکنو لپاره به له لس میلیونو زیاتې د رایو پاڼې د متحده عربي اماراتو کې چاپ شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي افغانستان ته د رایو د پاڼو د لیږد وروسته به دا پاڼې د نورو ټاکنیزو موادو سره یوځای د سنبلې په شپږمه له کابل څخه ولایتونو ته واستول شي.

XS
SM
MD
LG