د لاس رسي وړ اتصالات

د جنوبي کوریا پخواني جمهور رئیسه په ٢۴ کاله بند محکومه شوه


د جنوبي کوریا پخوانۍ جمهور رئیسه پارک گیون هي، د جمعې په ورځ په محکمه کې په څه دپاسه دوه لسیزو بند محکومه شوه.

میرمن پارک گیون هي، چې له واک څخه په ناوړه استفادې، د بډو په اخیستلو او په اداري فساد کې په ښکیلتیا تورنه شوې وه د ٢٠١٧ کال د مارچ په لسمه مجبوره شوه چې د جمهوري ریاست نه استعفی وکړي.

هغه قاضي چې د محکمې حکم یې لوسته ، وویل چې د جنوبي کوریا پخوانۍ جمهور رئیسه پر ٢۴ کاله بند سربیره به شاوخوا ١٧ میلیون ډالر نقدي جریمې هم ورکوي.

میرمن پارک د محکمې د حکم پر وخت په محکمه کې حاضره نه وه، خو د هغې مدافع وکیل په مستقیمه توگه په تلویزیون کې د محکمې د حکم په خپریدو انتقاد وکړ او وې ویل چې دا کار میرمن پارک ته شرایط سختوي چې په راتلونکې کې د محکمې د حکم په هکله د منصفانه بیا کتنې غوښتنه وکړي.

خو د محکمې قاضي د میرمن پارک د مدافع وکیل د څرگندونو په اړه وویل چې په دمواتیکو ټولنو کې دا د خلکو حق دی چې پدې ډول قضایاو خبر شي.

د جنوبي کوریا څارنوالانو میرمن پارک ته ٣٠ کاله زندان غوښتی و.

میرمن پارک د جنوبي کوریا لومړنۍ منتخبه جمهور رئیسه ده چې تیر کال پارلمان ته له احضار کیدو وروسته د رائیو په اکثریت مجبوره شوه چې له خپل مقام نه گوښه شي.

یو له تورنو څخه چې پر میرمن پارک لگول شوی دادی چې هغې د چو سون سیل په نامه د خپل یو نژدې دوست سره د جنوبي کوریا پر سترو شرکتونو لکه سامسونگ، فشار اچوه چې د هغو غیر حکومتي سازمانونو سره چې د چو سون سیل تر کنترول لاندې وو په میلیونونو ډالر ورکړي.

چو سون سیل هم د ٢٠١٨ کال په فبرورۍ کې د بډو اخیستلو په تور په ٢٠ کاله بند محکوم شو.

د جنوبي کوریا پخوانۍ رئیسې پدې خاطر چې د چو سون سیل څخه یې مرسته غوښتې د عفو غوښتنه کړې ده، خو ادعا یې کړې چې هغه بیگناه ده او هیڅکله یې د جمهوري ریاست له څوکۍ نه په پخله گټه استفاده نده کړې.

خو قاضي ویلي دي چې میرمن پارک د بډو اخیستلو هڅونکې ده چې په مجموعي توگه ٢٠ میلیونه ډالر کیږي. قاضي دا هم ویلي چې که میرمن پارک په مستقیمه رشوت هم نه وي اخیستی هغې له خپل واک او نفوذ نه د چو سون سیل، په گټه استفاده کړې ده.

XS
SM
MD
LG