د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو په ختمولو کې د رسنیو اغیز


Polio in Afghanistan
Polio in Afghanistan

د فراه ولایت ځيني چارواکي، مدنې فعالانو او اوسېدونکو په وینا رسنۍ د پولیو واکسین عامه پوهاوي په اړه رغنده رول لوبولی شي. دوی په دې باور دي چې رسنۍ کولی شي د پولیو واکسین د ګټو اړونده پیغامونه په ډېرې آسانۍ سره هر کور ته ور ورسوي.

د فراه ولایت د عامې روغتیا ریس ډاکټر عبدالجبار شایق د پولیو واکسین د ګټو په اړه د رسنیو رول ګټور بولي. نوموړی وايي چې اوس هم د رسنیو له لارې زیات شمېر خلک د پولیو واکسین د ګټو په اړه پوهېدولي دي.

" موږ د پولیو واکسین د ختمولو ځیني ته رسېدلي یو، او باور مو دادی چې که موږ د هرې ممکنه لارې خپلې هلو ځلې روانې وساتو، نو په راتلونکو کلونو کښې به د فلج ناروغي په افغانستان کې ختمه شي".

د فراه یو مدني فعال عبدالرحمن ژوندی وايي چې په ماشومانو کې ګوزڼ ډېره خطرناکه او ساري ناروغي ده، رسنۍ د دې ناورغۍ د مخنېوي په موخه د پولیو واکسین د ګټو په اړه د پوه خلکو غږ پورته کړي، نو عام ولس به ډېر ژر د پولیو واکسین د ګټو په اړه معلومات ترلاسه کړي.

" اوس په هر کور کې رسنۍ اورېدل کیږي، نو اړینه ده چې رسنۍ د پولیو واکسین په اړه خپروني جوړې کړي. تر ټولو اړینه داده چې رسنۍ د پولیو واکسین په اړه د دیني عالمانو، مخور و قومي مشرانو، ډاکترانو او نور خلکو غږ د فلج ضد واکسین په اړه خپور کړي."

محمد محسن د فراه ولایت اوسېدونکي هم پدې باور دي چې د فلج بدمرغه ناروغۍ پر وړاندې رسنۍ په ډیره چټکۍ سره د پولیو واکسین د اهمیت پیغام هرې کورنۍ ته رسولئ شي.

" رسنۍ کولای شي چې په ډیره چټکۍ سره د پولیو واکسین ښېکنۍ د خلکو تر غوږونو ورسوي. موږ د رسنیو څخه غواړو چې د پولیو واکسین په اړه ځانګړې خپروني جوړې کړي او خلکو ته عامه پوهاوۍ وکړي".

د طبي څیړونو له مخې په ګوزڼ ناروغۍ د اخته شوي ماشوم درملنه د ټول عمر لپاره ناشوني ده، خو د پولیو یا ګوزن دوه څاڅکې واکسین یو ماشومان د ټول عمر لپاره له دې ناروغۍ ژغورلی شي.

XS
SM
MD
LG