د لاس رسي وړ اتصالات

داعش ادعا کوي چې د لندن په مټرو کې چاودنه د دوي کار و

په ٢٠٠٥ کال کې د لندن د مترو په دریو اورگاډیو کې ځانمرگو بریدونو ٥٢ کسان وژلي وو
په ٢٠٠٥ کال کې د لندن د مترو په دریو اورگاډیو کې ځانمرگو بریدونو ٥٢ کسان وژلي وو

په لندن کې د پرونۍ چاودنې نه وروسته چې ۲۹ کسان پکې ټپي شول، چارواکو د خطر کچه د شدید حالات نه حساس ته پورته کړیده. د اسلامي دولت یا داعش ډلې ادعا کړې چې برید هغوي کړی.

د برتانیې صدراعظمې تریزا مې اعلان وکړ چې د تروریزم د څیړنې ګډ مرکز پریکړه کړې چې د خطر کچه تر "حساس" حالته پورته کړي. د ښاغلې مې په وینا د دې نه معلومیږي چې بل برید هم ښایي کیدونکی وي.

د برتانیې صدراعظمې ویلي دي چې پوځ به د ځینو سیمو د امنیت په ساتلو کې د پولیسو سره مرسته کوي. هغې همدارنګه وویل چې په راتلونکو څو ورځو کې به د ښار په لارو کوڅو او د ترانسپورت په شبکو کې زیاته اندازه په وسلو سمبال پولیس ولیدل شي.

مخکني معلومات:

د لندن پولیس وایي په کور کې د جوړ شوي بم په یوه چاودنه کې چې د لندن د مترو اورگانډي په یو تم ځای کې وشوه ٢٢ کسان ټپیان شوي دي.

د جمعې د ورځې دغه پیښه په بریتانیا کې په روان میلادي کال کې شپږمه تروریستي پیښه گڼل شوی ده.

دغه چاودنه د لندن د مترو په "پرسنز ګرین" تمځای کې د سهار په شاوخوا اته بجو او شل دقیقو شوې ده.

په اورگاډي کې سپاره مسافر مله چې چاودیدونکو موادو اور واخیست له اورگاډي نه په تیښته شول چې د پولیسو او عیني شاهدانو په وینا یو شمیر مسافر په ټیل ماټیل او گڼه گوڼه کې ټپي شوي دي.

د بریتانیا د ترهگرۍ ضد یو لوړپوړي چارواکي مارک رولي خبریالانو ته وویل چې دا چاودنه په لاس د یو جوړ شوي چاودیدونکي الې له وجې رامنځ ته شوې ده.

د لندن ښاروال صدیق خان، ویلي چې د بریتانیا پایتخت به د ترهگرۍ پر وړاندې "هیڅکله" ناکام نه شي.

ټاکل شوې چې د بریتانیا صدراعظمه تریزا می، د لندن د پیښې په اړه د یوې بېړنۍ غونډې مشري وکړي.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ د ټویټر په یو پیغام کې د لندن دغه پیښه یو تروریستي عمل بللی دی. ښاغلي ټرمپ په یو ځانگړي ټوټري پیغام کې د "ترهگرو په وړاندې د جدي اقداماتو" غوښتنه کړې ده او ویلي یې دي چې انټرنیټ د ترهگرو ډلو لپاره د جلب او جذب ډیره ښه وسیله ده چې باید دا کار وڅیړل شي.

په ٢٠٠٥ کال کې د لندن د ځمکې لاندې مترو په دریو اورگاډیو کې ځانمرگي بریدونه شوي وو چې ٥٢ کسان په کې ووژل شول. دغه بریدونه څلورو بریتانوي اسلامپالو کړي وو.

This item is part of
XS
SM
MD
LG