د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستاني تلویزونونو کې د عمران خان په ویناو بندیز ولګول شو 


عمران خان
عمران خان

په پاکستان کې د تلویزونونو یا برېښنايی رسنیو د څار او تنظیم ادارې (پیمرا) په دغه هېواد کې ټولو تلویزوني چاینلونو ته لارښوونه کړې ده چې له واک څخه د لېرې کړل شوي مخکني صدراعظم عمران خان ژوندۍ او ثبتې شوې ویناوې دې نه خپروي.

دغې ادارې (پیمرا) نن دوشنبه مارچ شپږمه (کب ۱۵) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې عمران خان «بې اساسه تورونه مطرحه کوي او د دولتي ادارو او افسرانو په ضد پاروونکې څرګندونې کوي چې عامه نظم ګډوډ» کړي.

عمران خان په پاکستان کې له وخت څخه مخکې انتخابات غواړي او د خپلې غوښتنې لپاره په لویو ښارونو کې مظاهرې کوي. شک نشته چې دا اقدام به یې فعالیتونه ټکني کړي.

تېره ورځ پاکستاني پولیسو وویل چې د عمران خان د نیولو په هڅه کې ناکام شوي دي.

د پیمرا تر دغه حکم لږ مخکې عمران خان له خپل کور څخه د باندې خپلو سلګونو پلویانو ته په وینا کې وویل: «زه یې د درواغو په قضیې کې احضار کړی یم او ملت باید په دې اړه خبر وي.» هغه زیاته کړه: «دا به د هېواد لپاره بد زیری وي چې ولس د فاسدو واکمنانو په ضد ونه درېږي.»

د امریکا غږ ډیوې څانګې په خپل راپور کې ویلي دي چې د عمران خان ګوند «انصاف» دا پرېکړه غندلې ده. د دغه ګوند ویاند فواد چوهدري ویلي دي چې «حکومت ويريدلی دی او د عمران خان د غږ غلي کولو لپاره ناوړه هڅه کوي» او دوی به په محکمې کې ددې پرېکړې د ردولو هڅه وکړي.

پیمرا همدغه راز له دغه حکم څو ساعته وروسته د «ARY New» په نامه د یو تلویزوني‌ چاینل، چې د عمران خان ننګه کوي، خپرونې هم وځنډولې. د فرانس پرس اژانس د راپور په اساس د پاکستان اساسي قانون د «عامه نظم او اخلاقي» مسائیلو په برخو کې د بیان د ازادۍ د محدودولو اجازه ورکوي. د بشري حقونو ډلې وايي چې دا قانون د مخالفانو د ځپلو لپاره جوړ شوی دی.

تېره میاشت د «ویکیپیډا» ویبسایت د «کفري موادو» د خپرولو په تور بند کړل شوی و. په پاکستان کې وخت ناوخت په رسنیو باندې دا ډول بندیزونه لګول کېږي.

عمران خان تېرکال د پاکستان د ملي اسمبلي له لوري بې صلاحیته شوی او په ځای یې د سیاسي ګوندونو ایتلاف واکمن شو. عمران خان سیاسي ګوندونه تورن کړل چې د امریکا او نورو هېوادونو په اشارې یې د هغه حکومت ړنګ کړ، خو سیاسي ګوندونو او امریکا د عمران خان دا تورونه رد کړي دي.

په عمران خان تور و چې په خپلو ژمنو یې وعده ونکړه او د ده په حکومت د پاکستان اقتصادي وضعیت تر بل هر وخت ډېر خراب شو.

XS
SM
MD
LG