د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان: په پاکستان د هند د حملې خطر لا هم موجود دی


عمران خان د هند صدراعظم اشغال گر وباله
عمران خان د هند صدراعظم اشغال گر وباله

د پاکستان صدراعظم عمران خان وایي چې د هغه په نوي پاکستان کې د ترهگرو لپاره ځای نشته. پاکستان د ترهگرو ضد عملیات کړیدي او هغوي ېې بیخي کمزوري کړیدي

د پاکستان صدراعظم عمران خان یوې برتانوي خپرونې فنانشل ټایمز ته په یوې مرکې کې ویلي دي چې هند په جنگي جنون اخته شویدی. او لدی کبله دا امکان موجود دی چې د انتخاباتو نه مخکې هند په پاکستان بیا برید وکړي.

عمران خان وویل: "حالات اوس هم د اندیښنې وړ دي. هند نور بریدونه کولی شي. مودي جارحانه رویه لري او دواړه ملکونه یې جنگ ته نژدی کړیدي."

عمران خان وویل: "د هند ولس باید په دی خبر وسي چې مودي دا هر څه د انتخاباتو د گټلو لپاره کوي. دا هغه د جنوبي اسیا د مسایلو د حل لپاره نه کوي."

عمران خان په خپله مرکه کې د پلوامه د برید په اړه وویل چې دغه برید په کشمیر کې د هند د ظلمونو نتیجه ده.

د پاکستان او هند اړیکې د هغې وخت راهیسې جنگ ته نژدې شویدي چې په هندي کشمیر کې ېه یو خونړي برید کې د هند ۴٩ عسکر ووژل شول او مسولیت یې په پاکستان کې میشتې د جیش محمد ډلې قبول کړ.

عمران خان وویل چې جیش محمد په هند کې فعالیتونه کوي. او برید کونکی د کشمیر اوسیدونکی و.

د یادونې وړ ده چې د هند صدراعظم مودي هم د انتخاباتي کمپاین په موخه څو ځله څرگنده کړیده چې په پاکستان ېه راتلونکی کې د نورو بریدونو نیت لري.

XS
SM
MD
LG