د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان په یو وسله وال برید کې ټپي شوی


د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان چې پایتخت اسلام آباد ته په اوږد لاریون کې روان دی، د ګوجرانواله په سیمه کې په یو وسله وال برید کې ټپي شوی.

د ښاغلي خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند غړیو ویلي چې عمران خان په پښه لګیدلی او روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوی.

د ګوند یو غړي عمران اسماعیل مطبوعاتو ته ویلي چې په برید کې څلور، پنځه نور کسان هم چې د عمران خان سره په لارۍ کې سپاره و، ټپي شویدي.

په عین حال کې د تحریک انصاف ګوند یو بل غړي رؤف حسن ویلي، هغه شخص چې شک پرې کیږي، په عمران خان او ملګرو یې ډزې کړي، وژل شوی خو دا یې ندي ویلي چې دا برید کوونکی چا وژلی

ښاغلي روف امریکا غږ ته تائید کړه چې عمران خان یوه مرمۍ په پښې لیګدلی او د لاهور یو روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوی.

په یوې ویډیو کې چې په مطبوعاتو کې خپره شوې، پکې ښودل کیږي چې وسله وال د لارۍ موټر سره نږدې په ځمکه ولاړ دی او په عمران خان ډزې کوي.

عیني شاهدانو ویلي چې په سیمې کې ولاړو کسانو په سمدستي توګه د برید کوونکي څخه پداسې حال کې وسله واخیسته چې هرې خوا ته یې ډزې کولې.

پولیسو برید کوونکی نیولی.

په یوې ویډیو کې چې ګمان کیږي د برید کوونکي اعتراف دی هغه وایي د برید یوازینی هدف یې د عمران خان وژل و ځکه چې عامو خلک "ګمراه" کوي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په عمران خان برید غندلی او د کورنیو چارو وزیر ته یې امر کړی چې ژر تر ژره د پیښې په هکله راپور چمتو او ده ته یې وسپاري.


ښاغلي شریف په ټویټر کې لیکلي، " زه د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر (عمران خان) او نورو ټپي شویو کسانو د جوړیدو او روغتیا دعا کوم.فدرالي حکومت به د پنجاب د حکومت سره په پلټنو او امنیت په برخې کې هر ډول همکاري چې اړتیا یې وي، وکړي". تشدد باید زمونږ د هیواد په سیاست کې هیڅ ځای ونلري."

ښاغلي روف همدارنګه ویلي چې پولیسو یو بل تن هم نیولی خو معلومه نده چې د لومړي برید کوونکي سره یې څه اړیکه درلوده.

د تحریک انصاف ګوند دې جګپوړي غړي همدارنګه ویلي چې د عمران خان روغتیایي وضعیت د اندیښنې وړ ندی.

حسن روف زیاته کړه چې دا برید د عمران خان د وژلو یوه هڅه وه.

په عین حال کې د دې ګوند یو بل غړي فیصل جاوید د مطبوعاتو سره په خبرو کې وویل چې د پیښې په هکله باید پلټنې وشي.

XS
SM
MD
LG