د لاس رسي وړ اتصالات

د ډیورند کرښې په اړه د عمران خان نوې څرگندونې


د پاکستان صدراعظم عمران خان، د دوشنبې په ورځ سپتمبر ٢٣ (تلې ١) په نیویارک ښار کې په یو امریکایي څیړنیز مرکز کې د خبرو پر مهال د ډیورند کرښې ته په اشارې وویل چې " ډیورند کرښه هغه کرښه ده چې انگلیسانو جوړه کړې – هلته کوم سرحد نشته".

خو سره له دې ښاغلي خان پرته له دې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کومې رسمي پولې په اړه خبرې وکړي زیاته کړه چې د هغو تورونو د شتون په اړه چې گواکې یاغیان له پاکستان نه افغانستان ته ځي په "سرحد" باندې ازغن تارغځوي.

ښاغلي خان همداشان اشاره کړې ده چې ٢.٧ میلیونه افغان مهاجر په پاکستان کې اوسیږي او د پاکستان حکومت ته ستونزمنه ده چې پوه شي څوک څه وخت ځي او څه وخت راځي.

هغه ویلي دي چې که غوښتنه داسې وي چې د خلکو تگ راتگ په بشپړه توگه بند شي، نو افغان مهاجر باید خپل هیواد ته ستانه شي.

دا پداسې حال کې دي چې پدې وروستیو کې د تورخم د بندر د ٢۴ ساعته پرانستلو وروسته د ډیورند کرښې او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي سرحد په اړه بحث تود شوی دی.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د شمشاد تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې د ډیورند د کرښې په هکله تصمیم د افغانستان خلک نیسي او د ملت له اجازې پرته هیڅ حکومت حق نلري چې پدې هکله تصمیم ونیسي.

دا پداسې حال کې دي چې د افغانستان حکومت تل پاکستان د ترهگرو ډلو په ملاتړ ملامت کړی او ویلي یې دي چې دغې ډلې په پاکستان کې امن ځایونه لري.

د پاکستان صدراعظم همداشان هغه تورنه رد کړل چې گواکې پاکستان په افغانستان کې د امریکا د نه بریالیتوب عمده دلیل دی.

XS
SM
MD
LG