د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان: د پاکستانیانو لس ملیارده ډالر د ملک نه دباندې پراته دي


د پاکستان صدراعظم عمران خان وایي چې د پاکستانیانو لس ملیارده ډالره د ملک نه دباندې په نورو ملکونو کې پراته دي. هغه په پخوانیو حکومتونو تور ولگاوه چې د هغوي د درغلیو له کبله دغه پیسې د ملک نه دباندې وړل شویدي.

عمران خان د خپل سیاسي مخالفه گوند د مشر شهباز شریف په اړه وویل چې د دې کسانو له برکته پاکستان د ١٩ ملیارده ډالرو د کثر سره مخامخ دی او همدا د پاکستان د اقتصادي مشکلاتو لامل دی.

عمران خان دغه څرگندونې د پاکستان عمومي اسمبلۍ ته په یوې غونډې کې وکړی. هغه وویل چې سیاسي مخالفین یې په هغه تورونه لگوي خو دا نه وایي چې د هغوي د حکومت په دورې کې پاکستان ته کوم ډول تاوان رسیدلی دی.

عمران خان وویل چې حکومت یې کوښښونه کوي چې نړیوال په پاکستان کې پانگه اچونه وکړي چې د پاکستان اقتصاد ته یو څه گټه ورسیږي.

پاکستان دا وخت د سختو اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی. په پاکستان کې د عمران مخالفه سیاسي گوندونه تور لگوي چې د هغه اقتصادي تگلاره پاکستان د بحران نه، نشي ژغورلی.

د پاکستان د پیپلز گوند مشر بلاول بهټو زرداري په گوجر خان کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې ملک د یو داسې اقتصادي بحران سره مخامخ دی چې پخوا د دغه شان بحران په اړه نه چا څه اوریدلې او نه یې څه لیدلي.

XS
SM
MD
LG